د تش بست خبرتیا
د خپریدو نېټه
د پای نیټه
د دندې عنوان: د شرعي څیړنې، مقررو او د محصولاتو د پراختیا مدیر
آمریت: د بانکي څارنې او مالي خدمتونو لوی آمریت
گریډ: اتم (8)
د بستونو شمېر: دوه(2)
د پیل نېټه: 1446 جمادی الاول 7
د پای نېټه : 1446 جمادی الاول 21
د ګمارنې ډول: دایمي
دندې او مسوولیتونه:
• له عمومي پلان سره سم د میاشتني، ربعوار او کلني پلان پلي کول او د اړتیا په صورت کې له مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر سره د اداري او تقنیني سندونو په تعديلولو کې همکاري کول؛
• له قوانینو، مقرراتو او اړوندو لوایحو سره سم د افغانستان بانک د عالي شورا او عامل پلاوي د تصویبونو د پلي کېدو له څرنګوالي څخه ډاډ ترلاسه کول؛
• د اسلامي بانکوالۍ د لارښودونو، مقررو او محصولاتو د مسودې څېړل، جوړول او ترتیبول او د اړتیا په صورت کې د شته لارښودونو او مقررو تعدیلول؛
• د بانکي څارنې او مالي خدمتونو د لوی آمریت له بېلابېلو برخو سره د مقرراتي موضوعګانو او د اسلامي بانکوالۍ د کړنو په اړه د بحث او نظرونو تبادله کول؛
• د مقرراتي چارو په اړه له اسلامي بانکونو/ دریڅو سره د غونډو جوړول؛
• د افغانستان بانک د تقنیني سندونو او د اسلامي بانکوالۍ محصولاتو د شرعي تخریج ( لېدو) په برخه کې تخنیکي همکاري او د هغه طی مراحل؛
• د اړین ګنلو په صورت کې له اړوندو آمریتونو سره د لارښودونو او مقررو په ژباړه کې تخنیکي همکاري؛
• د افغانستان بانک له نورو آمریتونو سره د بانکي څارنې او مالي خدمتونو لوی آمریت د مقررو، کړنلارو او لارښودونو په برخه کې تخنیکي همکاري او د هغه طی مراحل؛
• د مدیریت د کلني پلان په جوړولو او پلي کولو کې برخه اخیستل او له ستراتیژیک پلان سره سم د هغوی د پلي کولو په برخه کې د نظرونو وړاندې کول؛
• د افغانستان بانک او د اسلامي بانکوالۍ د محصولاتو د تقنیني سندونو شرعي تخریج (کتل)؛
• د بانکونو او د اسلامي بانکوالۍ د دریڅو استازو ته د مقررو، لارښودونو او اسلامي بانکوالۍ د محصولاتو تشریح او توضیح کول؛
• له لارښوونې سره سم، د افغانستان بانک په استازیتوب د هېواد دننه او بهر په غونډو، کنفرانسونو، سیمینارونو، ورکشاپونو، روزنیزو پروګرامونو او داسې نورو رسمي پروګرامونو کې ګډون کول.
• د مکتوبونو، وړاندیزونو، استعلامونو او نورو اداري لیکونو لیکل او تعقیبول او د مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر په لارښونه په ټاکلي وخت د هغه طی مراحل؛
• په هارډ او سافت ډول په دوسیو او کارتنونو کې په سمه او منظمه توګه د رسمي لیکونو، وړاندیزونو، استعلامونو او داسې نورو اداري لیکونو تنظیمول او ساتل؛
• د کاري پلانونو ترتیبول او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپور وړاندې کول؛
• د نورو هغو دندو او مسئولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو، لارښوونو او د لوړ پوړي مقام د لارښوونې او د لایحې او مقررو پر بنسټ سپارل کېږي.
د زده کړې درجه:
• د شرعیاتو، اقتصاد، مدیریت، حقوق، بانکوالي او اسلامي مالي چارو، اداره او سوداګري، عامه ادارې او محاسبې په برخو کې د لیسانس درلودل؛ په فقه، فقه المعاملاتو او اصول الفقه کې تخصص او د ماسترۍ سند لرونکي ته لومړیتوب ورکول کیږي.
تجربه:
•د دندې اړوند (3) کلنه کاري تجربه
مهارتونه او وړتیاوې:
د هیواد له رسمي ژبو او انګلیسي ژبې سره بلدتیا، د دندې د محرمیت ساتل، په وینا کې فصاحت او بلاغت، د مدیریتي مهارتونو درلودل، له بانکي قوانینو او مقررو سره بلدتیا، د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا، د کاري مسئولیت پوهه او درک او په کاري ساحه کې د ستونزو پېژندل، د کمپیوټري پروګرامونو او بانکي سیستمونو په ځانګړې توګه اسلامي بانکوالۍ او له اسلامي مالي خدمتونو سره بلدتیا.
شخصي صفتونه او ارزښتونه:
رښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، ډسپلین لرونکی، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.
یادونه:
• مینه وال کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته کارن (یوزر) جوړ او بیا د خپلي خوښي بست وټاکي او غوښتل شوي سندونه دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.
• د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.
• د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.