د تش بست خبرتیا

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۱۶:۳۹
د تش بست خبرتیا

د خپریدو نېټه

د پای نیټه

د دندې عنوان: نلدوان

آمریت: د عمومي خدمتونو آمریت  

گریډ: درېیم (۳)

د پیل نیټه: ۱۴۴۶ د رجب المرجب ۱۳

د پای نیټه: ۱۴۴۶د رجب المرجب ۲۷

د ګمارنې ډول: دایمي

دندې او مسوولیتونه:

  •  له عمومي پلان سره سم، د میاشتنيو، ربعوارو او کلنيو کاري پلانونو تطبیق؛
  • د کاري بهیر د آسانتیا په ځانګړې توګه د بودیجې په برخه کې له اړوندو څانګو سره اړیکې او همغږي رامنځته کول؛
  • میاشتني، ربعوار او کلني کاري راپورونه راټولول او ترتیبول او مستقیم مدیر ته یې استول؛
  • د بیا ترمیم په موخه د نلدوانۍ د ترمیم وړ مواردو پیژندل؛
  • د اړتیا په صورت کې د افغانستان بانک د نلدوانۍ اړوند ټولو مسایلو اټکلي اندازه کونه او ترتیب؛
  • د آمریتونو له غوښتنې سره سم د ترمیم او جوړونې لپاره د اړینو توکو اټکل؛
  • د دندې د ترسره کولو پر مهال د خوندیتوب وسایلو څخه کار اخیستل؛
  • د افغانستان بانک د نلدوانۍ چارو تخنیکي او فني ځانګړنې ترتیبول؛
  • د افغانستان بانک د نلدوانۍ اړوند چارو اټکل، سروې او نقشې ترتیبول؛
  • د اغېزمنې کارونې په موخه د نلدوانۍ وسایلو ته پاملرنه او ساتنه کول؛
  • د ودانیو د اوبو رسونې سیستم د سم فعالیت په موخه د اوبو رسونې سیستم، د اوبو رسونې واټر پمپونه فعال ساتل؛
  • د اوبو رسونې لپاره د نلونو، د اوبو نلکو او واټر پمپونو ترمیم؛
  • د ودانیو د تشنابونو د اوبو رسونې شبکې ترمیم؛
  • د ګلونو د اوبه کولو او د شنو سیمو د شینوالي لپاره د اوبو رسونې د شبکې پراختیا او د واټر پمپونو نصب کول؛
  • د افغانستان بانک د ودانۍ او اړوندو برخو د اوبو رسونې شبکو، کانالیزاسیون او د سیستمونو د خدمتونو له وړاندې کولو څخه ډاډ ترلاسه کول؛
  • د اړوندو ودانیو د سپتیک څاګانو کنترول، پاملرنه او په ټاکلي وخت کې خالي کول؛
  • د سامان او وسایلو د چمتو کولو او پیریدلو غوښتنه کول او د ورکیدو څخه د مخنیوي لپاره د هغوی ساتنه کول؛
  • د اوبو رسونې د شبکې د سالمې کارونې څخه پاملرنه کول؛
  • د پیریدنې له پلاوي سره د فرمایشونو او اوبو رسونې د لوازمو په بیاکتنه کې ګډون کول؛
  • پر وخت ترمیم ترسره کول او د بازار څخه د مسلکي او غیر مسلکي کارکوونکي څخه کار اخیستل او د فلزکارۍ د تولیداتو د سمې کارونې څخه پاملرنه کول؛
  • د نلدوانۍ توکو او موادو په پیریدلو کې ګډون او د باکیفیته توکو د چمتو کولو په موخه د هغوی د کیفیت او ځانګړنو څخه ډاډ ترلاسه کول ؛
  • د مسلکي معیارونو او د دندې له لایحې او کاري پلان سره سم د تخنیکي او مسلکي دندو ترسره کول؛
  • د کاري پلانونو ترتیب او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپور وړاندې کول.
  • د نورو هغو دندو او مسئولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو، لارښوونو او د لوړو مقاماتو له هدایاتو سره سم د لایحې او مقررو پر بنسټ ورسپارل کېږي.

د زده کړو کچه:

بکلوریا او له مسلکي او حرفوي مرکزونو څخه د فراغت سند او کاري تجربې ته لومړیتوب ورکول کیږي.

تجربه:

د دندې اړوند لږ تر لږه (۱) کلنه کاري تجربه.

مهارتونه او وړتیاوې:

د مرکز ګرمۍ، نلدوانۍ، او اوبو رسونې له ټولو سیستمونو سره بلدتیا، د هیواد له رسمي ژبو او انګلیسي ژبې سره بلدتیا، له کمپیوټري پروګرامونو سره بلدتیا، په راپور ورکونه او راپور اخیستنه کې کاري نوښت او چټکتیا، په فردي او ګروپي توګه د کار کولو وړتیا، په سختو شرایطو کې د کاري لومړیتوب ټاکل، د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا.

شخصي صفتونه او ارزښتونه:

 رښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، ډسپلین لرونکی، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.

یادونه:

• درخواست کوونکی کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست وټاکي او غوښتل شوي سندونه دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.

• د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.

• د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies