د تش بست خبرتیا

Mpoya
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۹ - ۱۳:۳۷
د تش بست خبرتیا

د خپریدو نېټه

د پای نیټه

د دندې عنوان: د سافټ ویر د پراختیا ارشد مدیر

آمریت: د معلوماتي ټکنالوژۍ لوی آمریت

گریډ:  (۹) نهم

د پیل نیټه : ۱۴۴۶ د رمضان المبارک ۸

د پای نېټه : ۱۴۴۶د رمضان المبارک ۲۳

د ګمارنې ډول: دایمي

دندې او مسوولیتونه:

د کړنو د ښه والي، د اغیزناکتیا او کاري ګټورتیا د زیاتوالي، د ښوونیزو اړتیاوو د ټاکلو او د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو لپاره د انګېزې رامنځته کولو په موخه د اړوندو کارکوونکو د چارو مدیریت، رهبري، څارنه، کنټرول او ارزونه؛

د اوونیز پلان طرحه او ترتیب او د پلی کولو په موخه یې څارنه او اړینې کړنې ترسره کول؛

له مستقیم مدیر سره د تقنيني او اداري سندونو لکه مقررو، لایحو، پلانونو، ستراتیژیانو، تګلارو، د کارکوونکو د دندو لایحو ، کاري کړنلارو او د معیاري فورمو په طرحه، تسوید، تعدیل او طی مراحلو کې همکاري؛

د سافټ ویر د پراختیا په برخه کې د کاري بهیر د اسانتیا په موخه له اړوندو مدیریتونو سره د اړیکو ټینګول او د همغږۍ رامنځته کول؛

له دودیزو معیارنو او لوړ خوندیتوب سره سم د اړتیا وړ سیستم او پروګرامونو د جوړولو لپاره د پوستکالی جوړول او د اړینو معلوماتو راټولول؛

د شته پوستکالو د پراختیا، د راټولو شوو معلوماتو د شننې او پلټنې، په شته پروګرامونو او پوستکالو کې د رامنځته شوو ستونزو حل کول؛

د موبایلونو اړوند پوستکالو جوړول او پراختیا، د شته او نوو پوستکالو د ستونزو اداره کول، کنټرولول او حل کول؛

د پوستکالو د ارشد مدیریت د اړوندو مدیریتونو د کړنو څارنه او ور څخه ډاډ ترلاسه کول؛

د دندو د لایحو پر بنسټ د کړنو د پر مخ وړلو لپاره همکارانو ته اړینې لارښوونې کول؛

د بانک په سیستمونو کې له هر ډول نوي نصب شوي سافټ ویر څخه دا ډاډ ترلاسه کول چې په بشپړه توګه د کارونې وړ او اپډیټ دی؛

په شته پوستکالو او کاریالونو کې د رامنځته شوو ستونزو حل کول؛

د بانک د شعبو لپاره د اړتیا وړ پوستکالو کنټرولول او اپډیټ کول؛

د هغو خدمتونو پیژندل چې په برېښنایي ډول د وړاندې کولو وړتیا لري او د هغو برېښنایي کول؛

د وړاندې شوو پایلو د ارزونې لپاره د سافټ ویر د ټیم مدیریت او د سافټ ویر پراختیا؛

د پوستکالو د ارشد مدیریت د خدمتونو د څرنګوالي مدیریت او ژر تر ژره د بانک د کارکوونکو اړتیاوو ته رسیدنه کول او د افغانستان بانک د ټولو کارکوونکو د خوښۍ راجلبول؛

د اړوند مدیریت د کړنو او لاسته راوړنو په اړه د اوونیزو، میاشتنيو، ربعوارو، کلنیو او د اړتیا په صورت کې د کړنو د پرمختګ په اړه د راپورونو راټولول، توحیدول او ترتیبول؛

د کاري پلانونو ترتیبول او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپور وړاندې کول؛

د نورو هغو دندو او مسوولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو، لارښوونو او د لوړ پوړي مقام د لارښوونې پر بنسټ له لایحې او مقررو سره سم ورسپارل کېږي.

د زده کړې کچه:

د کمپیوټر ساینس، معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د لیسانس درلودل، د دندې اړوند تخصصي سندونه او په یادو برخو کې د ماسټرۍ سند لرونکي ته لومړیتوب ورکول کیږي.

تجربه:  د دندې اړوند (4) کلنه کاري تجربه.

مهارتونه او وړتیاوې:

د هېواد له رسمي او انګلیسي ژبو سره بلدتیا، د مدیریتي مهارتونو درلودل، له کمپیوټري پروګرامونو او بانکي سیستمونو او د معلوماتي ټکنالوژۍ له نورو برخو سره بلدتیا، د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا، په وینا کې فصاحت او بلاغت، د کاري مسوولیتونه درک کول او په کاري ساحو کې د ستونزو پیژندل، د دندې د محرمیت ساتل، له بانکي قوانینو او مقررو سره بلدتیا او د مرکزي بانک د دندو او موخو په اړه پوهاوی.

شخصي صفتونه او ارزښتونه:

 رښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، ډسپلین لرونکی، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسوولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.

یادونه:

غوښتونکي کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست وټاکي او غوښتل شوي سندونه دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.

 د آزموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شوو غوښتونکو سره اړیکه نیول کېږي.

 د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies