د تش بست خبرتیا

Mpoya
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۵ - ۱۳:۴۱
د تش بست خبرتیا

د خپریدو نېټه

د پای نیټه

د دندې عنوان: د افغانستان د بانکوالۍ او مالي انسټیټیوټ د لنډ مهاله ښوونیزو پروګرامونو مدیر

اداره: د افغانستان د بانکوالۍ او مالي انسټیټیوټ

د پیل نېټه : ۱۴۴۶ د ذو القعدة الحرام ۱۵

د پای نېټه : ۱۴۴۶د ذو القعدة الحرام ۲۷

د ګمارنې ډول: دایمي

دندې او مسوولیتونه:

د بانکوالۍ او مالي سکتور په برخه کې د پروګرامونو رهبري، طرحه او مدیریت ترڅو د یاد سکتور متحرکې اړتیاوې پوره کړي؛

 • د درسي موادو او ښوونیزو پروګرامونو د طرحې، ارزونې او اپډیټ کولو په موخه له اړوندو برخو او علمي کمېټو سره همکاري، ترڅو درسي مواد نوي، اړوند او اغېزناکه ووسي؛

د اطمینان لپاره د کیفیت د تضمین پروګرامونو جوړول او تطبیقول، ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې د افغانستان د بانکوالۍ او مالي انسټیټیوټ تعلیمي پروګرامونه د اعتبار سنجۍ له معیارونو او الزاماتو سره سمون ولري؛

له دې څخه ډاډ ترلاسه کول چې پروګرامونه د انسټیټیوټ له ماموریت او پرمختللو نړیوالو میتودونو سره سمون لري؛

د لا زیاتو پروګرامونو د جذب په موخه له مالي بنسټونو او تخصصي انسټیټیوټونو سره د پیاوړو اړیکو جوړول او ساتل او له دې څخه ډاډ ترلاسه کول چې د انسټیټیوټ ښوونیز پروګرامونه د سکتور له معیارونو او منل شوو لارښودونو سره سمون لري؛

د افغانستان د مالي او بانکي سکتور د لنډ مهاله ښوونیزو اړتیاوو پېژندنه او تشخیص؛

د کلنیو او ربعوارو ښوونیزو پلانونو ترتیبول؛

د اړوندو ادارو د اړتیاوو پر بنسټ له استادانو سره په همغږۍ د پروګرامونو د منځپانګې ترتیبول؛

د پروګرامونو د مهالوېش جوړول او همغږي کول؛

د پروګرامونو د پرمختګ له څرنګوالي څخه ډاډ ترلاسه کول؛

د پروګرامونو لپاره د ټولو اړینو سرچینو له شتون څخه ډاډ ترلاسه کول؛

د بازارموندنې له ټیم سره د ښوونیزو پروګرامونو د ترویج، له موسسو سره د اړیکو او د موخو د ترلاسه کولو په برخه کې همکاري کول؛

د ښوونیزو پروګرامونو د دوامداره ښه ‌والي په موخه د ارزونو او شاخصونو له لارې د پروګرامونو د اغېز ارزونې میکانیزمونه پلي کول؛

د منځمهاله او اوږدمهاله تخصصي ښونیزو پروګرامونو لپاره د مالي تمویل د ترلاسه کولو د پروپوزلونو ترتیبول؛

د انسټیټیوټ د تدریسي کړنو او وړتیاوو په اړه پر وخت د اړینو پریزنټیشنونو وړاندې کول؛

د اړتیا پر بنسټ، د اړیکو له مدیریت او تخصصي ښوونیزو پروګرامونو مدیریت سره همکاري کول؛

له دې څخه ډاډ ترلاسه کول چې ښوونیز پروګرامونه له ملي او نړیوالو معیارونو او قانوني لارښودونو سره سمون لري؛

د ښوونیزو پروګرامونو د لا اغېزناکه وړاندې کېدو په موخه د روزونکو، همغږي کوونکو او د پروګرامونو د برخې کارکوونکو رهبري، همغږي او ملاتړ؛

د ښوونې لپاره د مالي او بانکي سکتور له نوو میتودونو او معاصرې ټکنالوژۍ څخه ګټه اخیستل؛

د مستقیم مدیر یا واک لرونکي آمر له لورې د نورو سپارل شوو دندو ترسره کول؛

د زده کړې درجه:

د مدیریت، بشري سرچینو، عامه ادارې، عامه پالیسۍ، اداره او سوداګرۍ، اقتصاد او حقوقو په برخه کې د لسانس سند درلودل او په پورته ذکر شوو برخو کې د ماسترۍ سند ته لومړیتوب ورکول کیږي.

تجربه:

د دندې اړوند (3) کاله کاري تجربه.

مهارتونه او وړتیاوې:

د هیواد له رسمي ژبو او انګلیسي ژبې سره بلدتیا، د کمپیوټري له پروګرامونو سره بلدتیا، د مدیریتي مهارتونو درلودل، په خبرو کې فصاحت او بلاغت، د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا، د کاري مسوولیت درک کول او په ساحه کې د ستونزو د پېژندنې وړتیا درلودل.

شخصي صفتونه او ارزښتونه:

 رښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، ډسپلین لرونکی، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.

یادونه:

په شرایطو برابر مینه وال کولای شي چې یاد بست ته د نوم لیکنې په موخه خپلې CV یانې د vacancies@aibf.af  برېښنالیک ته واستوي.

د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.

د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies