د تش بست خبرتیا

د خپریدو نېټه
د پای نیټه
د ندې عنوان: د افغانستان د بانکوالۍ او مالي انسټیټیوټ صفاکار
اداره: د افغاانستان د بانکوالۍ او مالي انسټیټیوټ
د پیل نېټه: د ۱۴۴۶ ذوالقعدة الحرام ۱۵
د پای نېټه: د ۱۴۴۶ ذوالقعدة الحرام ۲۷
د ګمارنې ډول: دایمي
دندې او مسئولیتونه:
• د کارکوونکو او مراجعينو هرکلی؛
• د اړوندو دفترونو پاکول او صفایي او د مراجعينو لارښونه؛
• کارکوونکو او مېلمنو ته د اړتیا او نافذه اصولو سره سم د خواړو راوړل او چای ورکول؛
• د اداري همکار له لارښوونې وروسته اړوندو شعبو ته د مکاتیبو او اسنادو وېشل؛
• د کارکوونکو له رخصتی وروسته د برېښنايي وسایلو له بندولو څخه ډاډ ترلاسه کول؛
• په ټاکلي وخت د دفترونو له خلاصولو او بندولو څخه ډاډ ترلاسه کول؛
• د مستقیماً مدیر او واک لرونکي آمر له لارښوونې سره سم د خانهسامان د نه شتون په صورت کې د هغه د دندو ترسره کول؛
• د افغانستان د بانکوالۍ او مالي انسټیټیوټ په پاکوالۍ کې ونډه اخیستل او د اړتیا په صورت کې له لارښوونې سره سم د عمومي حشر ترسره کول؛
• د اړتیا په صورت کې د مستقیماً مدیر او واک لرونکي آمر له لارښوونې سره سم د رسمي دندو اجرا کول؛
• دنورو هغو دندو او مسؤلیتونو ترسره کول چې د کړنلارو، لارښوونو او د لوړ پوړو چارواکو له لارښوونې سره سم، د لایحې او مقرراتو پر بنسټ ورسپارل کېږي.
تجربه:
د دندې اړوند (5) کلنه کاري تجربه او د پاککارۍ له وسایلو او کیمیاوي موادو سره بلدتیا
مهارتونه او وړتیاوې:
د هېواد له رسمي ژبو سره بلدتیا، پياوړې پوهه او درک، د مسؤلیت احساس، د تشریفاتو د لومړنیو معیارونو او اصولو پېژندنه، او د دفتري چارو په اړه بشپړ معلومات.
شخصي صفتونه او ارزښتونه:
رښتینی، د نیک چلند خاوند، د متقابل درناوي لرونکی، نوښتګر، ډسپلین لرونکی، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسوولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.
نکات:
• په شرایطو برابر مینه وال کولای شي چې یاد بست ته د نوم لیکنې په موخه خپلې CV یانې د vacancies@aibf.afبرېښنالیک ته راواستوي.
• د آزموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شوو غوښتونکو سره اړیکه نیول کېږي.
• د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.