د تش بست خبرتیا

د خپریدو نېټه
د پای نیټه
د دندې عنوان: د افغانستان د بانکوالۍ او مالي انسټیټیوټ د کارکوونکو د چارو مدیر
اداره: د افغانستان د بانکوالۍ او مالي انسټیټیوټ
د پیل نیټه : ۱۴۴۶ د ذو القعدة الحرام ۱۵
د پای نیټه : ۱۴۴۶د ذو القعدة الحرام ۲۷
د ګمارنې ډول: دایمي
دندې او مسئوولیتونه:
• د کړنو د ښه والي لپاره د هڅونې رامنځته کولو، د کار اغیزناکتیا او مولدیت زیاتولو، د روزنیزو اړتیاوو ټاکلو او د هغوی د ظرفیت لوړولو لپاره د اړوندو کارکوونکو د کړنو مدیریت، مشري، څارنه، کنټرول او ارزونه؛
• د افغانستان د بانکوالۍ او مالي انسټیټیوټ له ستراتېژۍ سره د مناسبو اړیکو رامنځته کولو له لارې، د کارکوونکو چارو مدیریت، اداري اصلاحاتو او نوښتونو لپاره د ستراتېژیک لیدلوري او چوکاټ په اړه عامل پلاوي ته مشورې ورکول، او د انسټیټیوټ د کارکوونکو څخه د اغیزناکې ګټې اخیستنې په موخه له لایحو، کړنلارو، تګلارو او اجرأتو څخه ملاتړ؛
• د ادارې له ستراتېژیو او لومړیتوبونو سره سم، د اداري ظرفیت جوړونې، مسلکي ودې، ګمارنې، حقوق او امتیازاتو، د کړنو ارزونې، د خسارې او ګټو د جبران مدیریت، د کارکوونکو روغتیا او هوساینې په ګډون د کارکوونکو چارو اړوند بېلا بېلو برخو کې د بشري سرچینو د تګلارو او پروګرامونو معرفي کول؛
• د بشري سرچینو معیاري خدمتونو وړاندې کولو، همغږۍ، آسانتیاوو، د بشري سرچینو د پروسو چې د انسټیټیوټ د کارکوونکو فعالیتونه په بر کې نیسي، د اجرأ او مدیریت له لارې د انسټیټیوټ د ارزښت زیاتول؛
• د کارکوونکو د چارو او ظرفیت جوړونې د پلانونو، تګلارو او ستراتېژیو د طرح، ترتیب او تطبیق په ځانګړې توګه د انسټیټیوټ د منځمهاله او اوږدمهاله ستراتېژیو د اجرأ له ملاتړ څخه ډاډ ترلاسه کول؛
• د روڼتیا، عدل، له تبعیض پرته او د وړتیا پر بنسټ د کارکوونکو د ګمارنې د پروسې رهبري، مدیریت او څارنه؛
• د یو سالم او خوندي کاري چاپېریال، د دندو د خوندیتوب، د کارکوونکو شکایتونو ته د رسیدنې، او د ادارې د نظم او ډسپلین له شتون څخه ډاډ ترلاسه کول؛
• د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې او د ورکشاپونو، سیمینارونو، د کار پر مهال د زدهکړې او د ظرفیت لوړونې د نورو مناسبو لارو چارو له لارې د مسلکي مهارتونو د لیږد په موخه د روزنیزو او تخصصي پروګرامونو له اړتیا ارزونې او تحقق څخه ډاډ ترلاسه کول؛
• د چارو د پلان، د کارکوونکو د ځایناستي پلان، د دندو پراختیا، او د بشري ځواک د پلان طرح او پلي کول؛
• د کارکوونکو د چارو د تګلارو، مقررو، لایحو، معیاري فورمو، او لنډمهالو او ستراتېژیکو پلانونو پراختیا رهبري کول؛
• د جوړښتي او پرسونلي اصلاحاتو مشري او له تطبیق څخه یې ډاډ ترلاسه کول؛
• د کارکوونکو د چارو لپاره د واضحو او مناسبو ستراتېژیکو پلانونو او تګلارو طرح او له تطبیق څخه ډاډ ترلاسه کول؛
• په اغیزناک او چټک ډول د بشري سرچینو اړوند اداري مراسلاتو (لیکونو، وړاندیزونو، استعلامونو، او رسمي بریښنالیکونو) له ترتیب، صدور او طی مراحلو څخه ډاډ ترلاسه کول؛
• د بشري سرچینو مدیریت د کاري پلان پر بنسټ د بودجوي اړتیاوو پیژندنه او وړاندیز کول؛
• په کاري ساحه کې د اړوندو قوانینو، مقررو، لایحو او تګلارو له رعایت او تطبیق څخه ډاډ ترلاسه کول؛
د زده کړې درجه:
• د اقتصاد، مدیریت، مالي او بانکي، ادارې او سوداګرۍ، عامه ادارې او یا د محاسبې په برخو کې د لیسانس درلودل او په (B.Com, M.Com & ACCA) برخو کې د زده کړې سند او یا په پورته ذکر شوو برخو کې د ماسترۍ سند ته لومړیتوب ورکول کیږي.
تجربه:
• د دندې اړوند (3) کلنه کاري تجربه
مهارتونه او وړتیاوې:
د هیواد د رسمي ژبو او انګلیسي ژبې لوړ مهارت، له کمپیوټري پروګرامونو سره بلدتیا، د مدیریتي مهارتونو درلودل، د ملکي خدمتونو کارکوونکو او د بشري سرچینو مدیریت له قوانینو سره بلدتیا، په خبرو کې فصاحت او بلاغت، د مکتوبونو، وړاندیزونو، او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا،د کاري مسئوولیت درک او په کاري ساحه کې د ستونزو د پیژندنې وړتیا درلودل او د دندې د محرمیت ساتنه.
شخصي صفتونه او ارزښتونه:
رښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، ډسپلین لرونکی، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئوولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.
یادونه:
• پر شرایطو برابر اشخاص کولای شي یاد بست ته د نوم لیکنې په موخه، خپلې CV ګانې vacancies@aibf.af ته واستوي.
• د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شوو غوښتونکو سره اړیکه نیول کېږي.
• د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.