د تش بست خبرتیا

Mpoya
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۴:۴۵
د تش بست خبرتیا

د خپریدو نېټه

د پای نیټه

د دندې عنوان: د پیسو وینځلو او ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د مبارزې څارونکی

آمریت: د غیر بانکي مالي موسسو د څارنې لوی آمریت

گریډ: اتم ) ۸(

د پیل نېټه: ۱۴۴۷ ربیع الاول ۲۵

د پای نېټه: ۱۴۴۷ ربیع الثاني ۹

د ګمارنې ډول: دایمي

دندې او مسوولیتونه:

د AML/CFT قوانینو او کړنلارو د رعایت څخه د ډاډ ترلاسه کولو په موخه د غیر بانکي مالي موسسو په څارنه کې ونډه اخیستل؛

د غیر بانکي مالي موسسو د څارنې لوی آمریت د پلان او لازم ګڼلو له مخې د غیر بانکي مالي موسسو اختصاصي او موخه لرونکې څارنې په لار اچول؛

د غیر بانکي مالي موسسو د AML/CFT څانګې د څارنیزو راپورونه چمتو کول، ترتیب او پراختیا او مستقیم مدیر ته یې استول؛

د AML/CFT اړوند نړیوالو قوانینو، مقرراتو او معیارونو سره سم چمتو کولو او ترتیب په موخه د غیر بانکي مالي موسسو د پیسو وینځلو او ترهګرۍ تمویل پر وړاندې د مبارزې د پالیسیو بیاکتنه او نظر وړاندې کول؛

د پیسو وینځلو او ترهګرۍ تمویل پر وړاندې د مبارزې د برخې د پالیسیو او څارنیزو کړنلارو په چمتووالي، ترتیب، پراختیا او تعدیل کې ونډه اخیستل او د هغوی د پلي کیدو څخه ډاډ ترلاسه کول؛

د مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر له لارښوونې سره سم د کاري بهیر د آسانتیا، او د ټاکلو موضوعاتو د حل او فصل په موخه د اړوندو برخو سره د اړیکې او همغږۍ ټینګول؛

د غیر بانکي مالي موسسو د څارنې د لوی آمریت د لازم لیدلو پر بنسټ په داخلي او بهرنیو روزنیزو پروګرامونو کې ګډون کول؛

د پیسو وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د مبارزې د مدیریت د کلني کاري پلان پلي کول؛

د مکتوبونو، وړاندیزونو، استعلامونو او نورو اداري لیکونو لیکل او تعقیبول او د مراجعې او دقیق اقدام په پام کې نیولو سره یې په ټاکلي وخت کې طی مراحل کول؛

په کره او منظمه توګه د هارډ او سافټ کاپي په بڼه په فایلونو او کارتنونو کې د مکتوبونو، وړاندیزونو، استعلامونو او نورو اداري لیکونو تنظیم او ساتنه؛

د کاري پلانونو ترتیبول او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپور وړاندې کول؛

د نورو ټولو هغو دندو او مسئولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو، لارښوونو او د لوړ پوړي مقام د لارښوونو پر بنسټ له لایحې او مقررې سره سم ورسپارل کیږي.

د زده کړې کچه

د اقتصاد، مدیریت، مالي او بانکوالۍ، ادارې او سوداګرۍ، عامه ادارې او محاسبې په برخو کې لیسانس درلودل او یا د پیسو وینځلو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې تخصص (CAMS) او په پورتنیو برخو کې د ماسټرۍ درلودونکي ته لومړیتوب ورکول کېږي.

تجربه

د دندې اړوند (۳) کلنه کاري تجربه.

مهارتونه او وړتیاوې:

د دندې د محرمیت ساتل؛

له ملي ژبو او انګلېسي سره بلدتیا؛

د مدیریتي مهارتونو درلودل؛

په وینا کې فصاحت او بلاغت؛

د   AML/CFTله قوانینو او مقرراتو سره بلدتیا؛

د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا؛

د کاري مسئولیتونه درکول او په کاري ساحو کې د ستونزو په ګوته کول؛

له کمپیوټري پروګرامونو او بانکي سیستمونو سره بلدتیا؛

د دندې اړوند مسایلو د شننې وړتیا، د مالي مسایلو تفسیر او تعبیر او کره مالي راپور ورکونه.

شخصي صفتونه او ارزښتونه:

رښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، بادسپلین، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.

یادونه:

مینه وال او غوښتونکي کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست وټاکي او غوښتل شوي سندونه د pdf په بڼه اپلوډ کړي.

د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.

د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies