د تش بست خبرتیا

Mpoya
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۲:۸
د تش بست خبرتیا

د خپریدو نېټه

د پای نیټه

د بست نوم:د شپې شفټ د ERP آفیسر

آمریت: د معلوماتي ټکنالوژۍ لوی آمریت

ګریډ: شپږم (۶ (

د خبرتیا د پیل نېټه: ۱۴۴۷ د ربیع الثانی  ۲۸

 د خبرتیا د پای نېټه: ۱۴۴۷ د جمادی الاول ۱۳

د ګمارنې ډول: دایمي

دندې او مسئولیتونه:

پالیسۍ، کړنلارې او د هغه له فارمونو سره سم د کور بنکنګ سیستم په یو شمېر ماډیولونو کې د مرکز او نمایندگیو کارکوونکو د اړتیا وړ کارنونو (یوزرونو) جوړول، تعدیلول، لوړول او د واکونو راکمول؛

د کارنونو د ستونزو په حلولو کې له مستقیم مدیر سره همکاري کول، له پالیسیو، کړنلارو او اړوندو فارمونو او اړینو لارښوونو سره سم د سی بي اس کارنونو حسابونو ته د لاسرسي برابرول؛

له پالیسیو، کړنلارو او اړوندو فارمونو سره سم د سی بي اس د کارنونو او داسې نورو ماډیولونو نوي کول او د بانکي سیستم په ماډیولونو کې د کارنونو د پټو نومونو (پاسورډونو) نوي کول؛

د پالیسیو، کړنلارو او د سي بي اس او نورو ماډیولونو د فارمونو په ترتیبولو او جوړولو کې له مستقیم مدیر سره همکاري کول؛

د مکتوبونو، وړاندیزونو، پوښتنلیکونو او نورو اداري لیکونو لیکل او د مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر له لارښوونې سره سم په ټاکلي وخت د هغه طی مراحل؛

په هارډ او سافټ بڼه په دوسیو او کارتنونو کې په کره او منظمه توګه د مکتوبونو، وړاندیزونو، پوښتنلیکونو او نورو اداري لیکونو تنظیمول او ساتل؛

د اړوند مدیریت د کړنو او لاسته راوړنو په اړه د اونیزو، میاشتنيو، ربعوار، کلنیو او د اړتیا په صورت کې د کړنو د پرمختګ په اړه د راپورونو راټولول، توحیدول او ترتیبول؛

د مستقیم مدیر په همغږۍ د کاري مسؤلیت ساتلو پر مهال د شفټ اړوندو چارو د تسلیمول او تسلیمېدل،

د کاري پلانونو ترتیبول او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپور وړاندې کول؛

د نورو ټولو هغو دندو او مسئولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو، لارښوونو او د لوړ پوړي مقام د لارښوونې پر بنسټ له لایحې او مقررو سره سم ورسپارل کېږي.

د زده کړې درجه:

کمپیوټر ساینس او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې لیسانس او د دندې اړوند تخصصي سندونو درلودل.

تجربه:

د دندې اړوند دوه (۲) کلنه کاري تجربه

مهارتونه او وړتیاوې: په ملي ژبو او انګلیسي بلدیت،

د مدیریتي مهارتونو درلودل، په خبرو کې فصاحت او بلاغت،

د کمپیوټر پروګرامونو او بانکي سیستمونو او د معلوماتي ټکنالوژۍ له نورو برخو سره بلدتیا،

 له بانکي قوانینو او مقررو سره بلدتیا،

د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا،

د کاري مسؤلیت پوهه او درک او په کاري ساحه کې د ستونزو پېژندل،

د دندې اړوند محرمیت ساتل، د مرکزي بانک د دندو او موخو په اړه پوهه لرل،

د  SQL،  Oracle په پروګرامونو او د دندې اړوند نورو پروګرامونو کې وړتیا،

 په کاري محدوده کې په اړوندو سیستمونو کې د کیوري د لیکلو د وړتیا درلودل.

شخصي صفتونه او ارزښتونه:

رښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، دسپلین لرونکی، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.

یادونه:

درخواست کوونکی کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست وټاکي او غوښتل شوي سندونه دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.

د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.

د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies