د تش بست خبرتیا
د خپریدو نېټه
د پای نیټه
د دندې عنوان: د محصولاتو د پراختیا غړی
آمریت: د بانکي څارنې او مالي خدمتونو لوی آمریت
گریډ: اتم ) ۸(
د پیل نېټه: ۱۴۴۷ رجب المرجب ۲۰
د پای نېټه: ۱۴۴۷ شعبان المعظم ۴
د ګمارنې ډول: دایمي
دندې او مسئولیتونه
• له عمومي پلان سره سم د میاشتنيو، درې میاشتنيو او کلنيو کاري پلانونو پلي کول او د مستقیم مدیر اړوند د اداري او تقنیني سندونو په تعدیل کې همکاري کول؛
• له کاري پلان سره سم د خدمتونو وړاندې کولو لپاره له قوانینو، مقررو، پالیسیو او کړنلارو سره سم د کنټرول لاندې سرچینو، اجرااتو او کړنو مدیریت کول؛
• د تېروتنو د پېژندلو او ترلاسه کولو په صورت کې، ژر تر ژره یې د سمون لپاره اقدام کول او د اړوندو ستونزو د حل په موخه له نورو اړوندو برخو سره همکاري کول؛
• له تقنیني سندونو سره سم د افغانستان بانک د عامل پلاوي او عالي شورا د تصویبونو له پلي کولو څخه ډاډ ترلاسه کول؛
• له عمومي پلان سره سم د پالیسیو او کاري پلانونو ډیزاین، ترتیب او پلي کول او د تقنیني سندونو، مقررو، کړنلارو او اړوندو محصولاتو په تعدیل کې همکاري کول؛
• د سوداګریزو بانکونو او جواز لرونکو بنسټونو د وړاندیزونو او غوښتنلیکونو راټولول، له تقنیني سندونو سره سم یې شننه، ارزونه او بیاکتنه کول او که اړتیا وي، د قانوني نظرونو د ترلاسه کولو لپاره یې د حقوقي چارو له آمریت سره همغږي کول؛
• د شرعي تخریج په پام کې نیولو سره د پالیسیو، مقررو، لایحو، کړنلارو، معیاري فورمو او لنډمهاله او ستراتیژیکو پلانونو په پراختیا کې همکاري کول؛
• د رسیدونو راټولول، د نوو بانکي محصولاتو او اړوندو مقررو تنظیمول او پراختیا؛
• د همغږۍ رامنځته کولو او د اسلامي بانکوالۍ د محصولاتو د کړنلارې په اړه د تشریحاتو وړاندې کولو لپاره له بانکونو سره د غونډو جوړول؛
• د نوو محصولاتو د تخریج او اړوندو تقنیني سندونو په اړه د معلوماتو، تشریح او توضیح وړاندې کول او له مراجعینو او ښکېلو اړخونو سره یې شریکول؛
• له اسلامي پلوه د کاري کړنلارو د پراختیا په برخه کې د مسلکي نظرونو د تبادلې په موخه د افغانستان بانک له اړوندو مدیریتونو سره همکاري او همغږي درلودل؛
• د محصول د پراختیا او په اړه یې د شرعي تخریج په موخه له اړوندو برخو سره همغږي او د اړیکو ټینګول؛
• له لارښوونو سره سم د افغانستان بانک په استازیتوب د هېواد دننه او بهر په غونډو، کنفرانسونو، سیمینارونو، ورکشاپونو، روزنیزو پروګرامونو او نورو رسمي پروګرامونو کې ګډون کول؛
• د مکتوبونو، وړاندیزونو، پوښتنلیکونو او نورو اداري لیکونو لیکل او تعقیبول او د مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر له لارښوونو سره سم یې پر ټاکلي وخت کې طی مراحل کول؛
• د هارډ او سافټ کاپي په بڼه په کره او منظمه توګه په دوسیو او کارتنونو کې د مکتوبونو، وړاندیزونو، پوښتنلیکونو او نورو اداري لیکونو تنظیمول او ساتل؛
• د کاري پلانونو تنظیمول او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپورونو وړاندې کول
• د نورو ټولو هغو دندو او مسئولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو، لارښوونو او د لوړ پوړي مقام د لارښوونو پر بنسټ د لایحې او مقررو سره سم ورسپارل کیږي؛
د زده کړو کچه:
د ادارې او سوداګرۍ، اقتصاد، اسلامي بانکوالۍ، حقوقو، شرعیاتو، مالي او بانکوالۍ او عامه ادارې په برخو کې لیسانس او په پورتنیو برخو کې د ماسټرۍ سند درلودونکي او په فقې، فقه المعاملات او اصول فقه کې تخصص لرونکو ته لومړیتوب ورکول کېږي.
کاري تجربه:
د دندې اړوند (۳) کلنه کاري تجربه.
مهارتونه او وړتیاوې:
• له ملي ژبو او انګلېسي ژبې سره بلدتیا؛
• د دندې د محرمیت ساتل؛
• په خبرو کې فصاعت او بلاغت؛
• د مدیریتي مهارتونو درلودل؛
• له بانکي قوانینو او مقررو سره بلدتیا؛
• د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا؛
• د کاري مسئولیتونه درکول او په کاري ساحو کې د ستونزو په ګوته کول؛
• له کمپیوټري پروګرامونو او بانکي سیستمونو په ځانګړې توګه له اسلامي بانکوالۍ او مالي خدمتونو سره بلدتیا.
شخصي صفتونه او ارزښتونه:
• رښتینی، د نیک چلند خاوند، د متقابل درناوي لرونکی، نوښتګر، بادسپلین، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.
یادونه:
• مینه وال او غوښتونکي کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست وټاکي او غوښتل شوي سندونه دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.
• د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.
• د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.