د تش بست خبرتیا

Mpoya
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۲:۵۵
د تش بست اعلان

د خپریدو نېټه

د پای نیټه

د دندې عنوان: د مقرراتو غړی

آمریت: د بانکي څارنې او مالي خدمتونو لوی آمریت

ګریډ: اتم ) ۸(

د پیل نېټه: ۱۴۴۷ رجب المرجب ۲۰

د پای نېټه: ۱۴۴۷ شعبان المعظم ۴ 

د ګمارنې ډول: دایمي

دندې او مسئولیتونه

له عمومي پلان سره سم، د میاشتني، ربعوار او کلني کاري پلان پلي کول او د اړتیا په صورت کې له مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر سره د اداري او تقنیني اسنادو په تعدیلولو کې همکاري کول؛

د آمریت د اړوندو مقرراتو، متحدالمالونو او کړنلارو د تعدیل لپاره د اړینو موادو چمتو کول؛

د نافذه قوانینو او مقرراتو له مخې د سوداګریزو بانکونو او نورو اړوندو بنسټونو د غوښتنلیکونو او وړاندیزونو مرور او بیاکتنه؛

د شته مقرراتو په اصلاح کولو کې ونده اخیستل، تر څو له نړیوالو معیارونو سره یې د همغږۍ ډاډ ترلاسه شي.

د قوانینو، مقرراتو او متحدالمالونو پر بنسټ، د افغانستان بانک له خوا د جواز لرونکو بانکونو او نورو موسسو د حقوقي اسنادو بیاکتنه؛

د مکتوبونو، متحدالمالونو، مقرراتو، تگلارو، کړنلارو او نورو اړوندو اسنادو لیکل او ترتیبول؛

د اړوندو سندونو د بیاکتنې په موخه د څارنیزو ټیمونو په څارنه او د آمریت په کمېټو کې ګډون کول؛

په قوانینو او نړیوالو معیارونو کې د رامنځته شویو بدلونونو بیا کتنه او له مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر سره د هغه شریکول؛

په هغو روزنیزو پروګرامونو کې ګډون کول چې د بانک یا اړوندو ادارو له خوا تنظیمېږي؛

د کاري پلانونو ترتبیول او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپور وړاندې کول؛

د نورو هغو دندو او مسئولیتونو ترسره کول چې له کړنلارو، دستورالعملونو او د لوړپوړي چارواکي له لارښوونو سره سم د لایحې او مقرراتو پر بنسټ سپارل کیږي.

د زده کړو کچه:

د اقتصاد، بانکوالۍ او مالي چارو، اداره او سوداګرۍ، عامه اداره، حقوقو یا محاسبې په برخو کې د لیسانس سند درلودل، او په یادو برخو کې د ماسټرۍ سند درلودونکي ته لومړیتوب ورکول کېږي.

تجربه

د دندې اړوند درې (۳) کلنه کاري تجربه درلودل

مهارتونه او وړتیاوې:

د هېواد له رسمي ژبو او انګلیسي ژبې سره بلدتیا؛

 د رهبرۍ او مدیریتي مهارتونو درلودل؛

 له کمپیوټري پروګرامونو او بانکي سیستمونو سره آشنایي؛

 د بانکي قوانینو او مقرراتو سره بلدتیا؛

د مالي مؤسسو، د پیسو وینځلو او د ترهګرۍ تمویل پر وړاندې مبارزې، نړیوالو معیارونو او تړونونو سره بلدتیا؛

 د کاري مسؤلیتونو درک کول او په کاري ساحه کې د ستونزو د پېژندلو وړتیا؛

 د معلوماتو محرمیت او مسلکي وفاداري ساتل؛

د افغانستان بانک د دندو او موخو په اړه پوهېدل؛

 په وینا کې فصاحت او بلاغت درلودل؛

د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا؛

 د پروپوزلونو د ترتیبولو او د پروژو د مدیریت وړتیا.

شخصي صفتونه او ارزښتونه

ریښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، ډسپلین لرونکی، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.

یادونه:

درخواست کوونکی کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست وټاکي او غوښتل شوي سندونه دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.

د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.

د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies