د تش بست خبرتیا

Mpoya
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۶:۵۵
د تش بست خبرتیا

د خپریدو نېټه

د پای نیټه

د دندې عنوان: اداري او اجرائیوي ارشد آفیسر

اداره: د غیر بانکي مالي مؤسسو د څارنې لوی آمریت

ګریډ: اووم (۷)

د پیل نېټه : ۱۴۴۷ د رجب المرجب ۲۰

د پای نېټه : ۱۴۴۷د شعبان المظم  ۴

د ګمارنې ډول: دایمي

دندې او مسوولیتونه:

• د چارو د ښه والي، اغېزناکتیا د زیاتېدو او د سپارل شوو کاري پلانونو د پلي کولو لپاره د انګېزې د رامنځته کولو په موخه د یادې برخې د چارو مدیریت، څارل، کنټرول او ارزول؛

•  د ټولو برخو چارو ته د رسېدنې په موخه د کارګرانو لپاره د ورځني کاري مهال وېش ترتیبول؛

• د مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر د لارښوونې پر بنسټ د اړوندو څانګو ښکېلو کارکوونکو ته د کړنلارو، مکتوبونو، تصویبونو او د ریاست د حکمونو او نورو اړوندو تقنيني او اداري سندونو وېشل؛‎

•  د بانک له شعبو څخه د برېښنالیکونو او مکتوبونو ترلاسه کول او پر وخت یې مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته وړاندې کول؛

• د اضافه کاری د کارکوونکو لپاره د کلنۍ اضافه کارۍ د پلان او د اضافه کارۍ د راپور د جدول ترتیبول او تنظیمول؛

• د آمریت د اړوندو برخو د اړیتا وړ تجهیزاتو او وسایلو چمتو کول، لکه قرطاسیه، برېښنایي او لوژستیکي وسایل او نور اړین توکي؛

•  د مکتوبونو، وړاندیزونو، پوښتنپاڼو او نورو ادارې لیکونو لیکل، تعقیبول، او په ټاکلي وخت د دقیق اقدام او مراجعې په پام کې نیولو سره طی مراحل کول.

• په هارډ او سافټ ډول په دوسیو او کارتنونو کې په سمه او منظمه توګه د رسمي لیکونو، وړاندیزونو، پوښتنپاڼو او نورو اداري لیکونو تنظیمول او ساتل.

•  د کاري پلانونو ترتیبول او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپور وړاندې کول؛

•  د نورو ټولو هغو دندو او مسئولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو، لارښوونو او د لوړ پوړي مقام د لارښوونې پر بنسټ له لایحې او مقررو سره سم ورسپارل کېږي.

د زده کړې کچه:

د مدیریت، ادبیاتو، ادارې او سوداګرۍ یا عامه ادارې په برخو کې د لیسانس سند درلودل.

تجربه:

• د دندې اړوند (2) کاله کاري تجربه.

مهارتونه او وړتیاوې:

• د مدیریتي مهارتونو لرل

• په خبرو کې فصاحت او بلاغت

• د هېواد له رسمي ژبو او انګلیسي سره بلدتیا

• د هېوا له حقوقي، قضایي، جزایي او بانکي سیستمونو او کمپیوټري پروګرامونو سره بلدتیا

• د هېواد له نافذه بانکي قوانین او مقررات او د تصفیې بهیر سره بلدتیا

• د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا

• په حقوقي مسایلو کې د پام وړ وړتیا او د مناسبو حل لارو وړاندیز کول

شخصي صفتونه او ارزښتونه:

 رښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، ډسپلین لرونکی، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.

یادونه:

• درخواست کوونکی کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست وټاکي او غوښتل شوي سندونه دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.

• د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.

• د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies