د تش بست خبرتیا
د خپریدو نېټه
د پای نیټه
دنده: د لوېدیځ زون څارونکی (هرات)
آمریت: د غیر بانکي مالي مؤسسو د څارنې لوی آمریت
ګریډ: اتم (۸)
د پيل نېټه: ۱۴۴۷ ذوالقعده ۱۰
د پای نېټه: ۱۴۴۷ ذوالقعده ۲۴
د ګمارنې ډول: دایمي
دندې او مسئولیتونه
• د چارو مدیریت او په زون کې د غیر بانکي مالي مؤسسو د لوی آمریت د پلان په پلي کولو کې فعاله ونډه اخیستل؛
• د اړوندې برخې د تقنیني او اداري سندونو لکه لایحو، پلانونو او ستراتيژیو، پالیسیو، د کارکوونکو د دندو د لایحو، کاري کړنلارو او فورمو په طرحه، تسوید، تعدیل او طی مراحل کولو کې له مستقیم مدیر سره همکاري کول؛
• د څارنیز راپور چمتو کول او د اړوند زون د څارنې له ارشد مدیریت سره یې شریکول؛
• د کلني پلان پر بنسټ د ولایتونو او ولسوالیو د صرافانو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د کړنو څارنه؛
• د نوو جوازونو د اخیستلو، د موقعیت بدلون، د کار د بدلون او نورو مواردو په موخه د سندونو راټولول او طی مراحل کول؛
• د کاري بهیر د آسانتیا په موخه له اړوندو برخو سره د همغږۍ او اړیکو نیول او د مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر له لارښوونې سره سم د ټاکلو مسایلو حلول؛
• د جواز د پروسې او صادرولو اړوند د صرافانو او پولي خدمتونو وړاندې کوونکو د ستونزو حل او لارښوونه؛
• د صرافۍ او پولي خدمتونو د کړنو د ترسره کولو د اړوندو قوانینو او مقرراتو په پام کې نیولو سره د ساحې دننه څارنو ترسره کول؛
• د سندونو تنظیمول او په ډیټابیس کې د غیر بانکي مالي مؤسسو د معلوماتو ثبتول او له مستقیم مدیر سره یې شریکول؛
• د څارنیزو راپورونو شریکول او د ساحې دننه څارنو په پایله کې د تنفیذي اقداماتو وضع کول؛
• د دوره یي راپورونو ترلاسه کول، په اړوند ډیټابیس کې یې ثبتول او له مستقیم مدیر سره یې شریکول؛
• د اړوندو برخو لپاره د روزنیزو پروګرامونو جوړول او په هغو روزنیزو پروګرامونو کې ګډون کول چې د بانک یا اړوندو ادارو لخوا جوړیږي
• د مکتوبونو، وړاندیزونو، پوښتنلیکونو او نورو اداري لیکونو لیکل او تعقیبول او د مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر له لارښوونې سره سم یې پر ټاکلي وخت طی مراحل کول او د هارډ کاپي په بڼه یې په کره او منظمه توګه په دوسیو او کارتنونو کې تنظیم او ساتل؛
• د کاري پلانونو ترتیبول او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپورونو وړاندې کول؛
• د مسئولیتونو په محدوده کې د دندو ترسره کول او په اړوندو مسایلو کې په خپلواکه توګه د چارو ترسره کول، د پلانونو ترتیبول، تنظیمول، بیاکتل او پلي کول؛
• د نورو ټولو هغو دندو او مسئولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو، لارښوونو او د لوړ پوړي مقام د لارښوونو پر بنسټ د لایحې او مقررو سره سم ورسپارل کیږي.
د زده کړو کچه:
• په اقتصاد، مدیریت، مالي او بانکوالۍ، اداره او سوداګرۍ، عامه اداره او یا محاسبه کې لیسانس او په پورتنیو برخو کې د ماسټرۍ درلودونکي ته لومړیتوب ورکول کېږي.
تجربه:
• د دندې اړوند (۳) کلنه کاري تجربه.
مهارتونه او وړتیاوې:
• د دندې د محرمیت ساتل؛
• له ملي ژبو او انګلېسي سره بلدتیا؛
• د مدیریتي مهارتونو درلودل؛
• له بانکي قوانینو او مقرراتو سره بلدتیا؛
• د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا؛
• د کاري مسئولیتونه درکول او په کاري ساحو کې د ستونزو په ګوته کول؛
• له کمپیوټري پروګرامونو او بانکي سیستمونو سره بلدتیا؛
• د دندې اړوند مسایلو د شننې وړتیا، د مالي مسایلو تفسیر او تعبیر او کره مالي راپور ورکول.
شخصي صفتونه او ارزښتونه:
رښتینی، د نیک چلند خاوند، د متقابل درناوي لرونکی، نوښتګر، بادسپلین، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.
یادونه:
• مینه وال او غوښتونکي کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست وټاکي او غوښتل شوي سندونه دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.
• د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.
• د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.