د تش بست خبرتیا
د خپریدو نېټه
د پای نیټه
د دندې عنوان : د سرو زرو د چارو ارشد آفیسر (کابل – تخار – بدخشان ولایتونه)
آمریت: د بانکي عملیاتو لوی آمریت
گریډ: اووم (۷)
د پیل نېټه: ۱۴۴۷ ذوالحجة الحرام ۱۷
د پای نېټه: ۱۴۴۸ محرم الحرام ۲
د بستونو شمېر: 6 بستونه
د دندې ځای: کابل - تخار - بدخشان
د ګمارنې ډول: دایمي
دندې او مسئولیتونه
- د سرو زرو اړوندو چارو مدیریت او د آمریت د پلان په پلي کولو کې فعاله ونډه اخیستل
- د کاري بهیر د اسانتیا په موخه له اړوندو برخو سره د همغږۍ او اړیکو ټینګول
- په حلاجي ماشین کې د سرو زرو د پروسس په موخه د بشپړې امانتدارۍ په رعایتولو سره د سرو زرو د نمونې اخیستل
- د وزن د تثبیت په موخه د اړوندو ماشینونو له لارې د سرو زرو حلاجي کول
- د سرو زرو د پیرلو په موخه د ماشین له لارې تر پروسس کولو وروسته په بشپړې امانتدارۍ سره یې د وزن تثبیتول
- له کاري اصولو سره سم د سرو زرو ویلې کول او تیزاب کاري ترسره کول
- د سرو زرو د وزن اندازه کول او د قالبونو تنظیمول
- د نمونو تحلیل او د تحلیل کوونکي ماشین له کړنو څخه ډاډ ترلاسه کول
- په هغو روزنیزو پروګرامونو کې ګډون کول چې د بانک یا اړوندو ادارو له لوري جوړیږي
- د دقیق اقدام او مراجعې په پام کې نیولو سره په ټاکلي وخت د مکتوبونو، وړاندیزونو، استعلامونو او نورو اداري لیکنو لیکل، تعقیبول او طی مراحل کول
- د هارډ او سافټ کاپي په بڼه په کارتنونو او دوسیو کې د مکتوبونو، وړاندیزونو، استعلامونو او نورو اداري لیکنو په کره او منظمه توکه تنظیمول او ساتل
- د کاري پلانونو ترتبیول او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپور وړاندې کول
- د نورو هغو دندو او مسئولیتونو ترسره کول چې له کړنلارو، دستورالعملونو او د لوړپوړي چارواکي له لارښوونو سره سم د لایحې او مقرراتو پر بنسټ سپارل کیږي
د زده کړو کچه
لیسانس
تجربه
- د سرو زرو اړوند دوه (۲) کلنه کاري تجربه ( یوازې له هغو کاندیدانو سره به اړیکه نیول کیږي چې په اړونده برخه کې عملي تجربه ولري)
مهارتونه او وړتیاوې
- له کمپیوټري پروګرامونو او انګلیسي ژبې سره بلدتیا
- د سرو زرو د پروسس او ویلې کولو په برخه کې مهارت درلودل
- د سرو زرو اړوند د نورو مهارتونو درلودل
شخصي صفتونه او ارزښتونه
- ریښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، ډسپلین لرونکی، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.
یادونه:
- درخواست کوونکی کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست وټاکي او غوښتل شوي سندونه دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.
- د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.
- د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.