د تش بست خبرتیا
د خپریدو نېټه
د پای نیټه
د دندې عنوان: د قانون رعایتولو د څیړنې او پراختیا مدیر
آمریت: د ریسک ادارې او د قانون رعایتولو لوی آمریت
گرېډ: اتم (۸)
د پیل نېټه: ۱۴۴۸ د ربیع الثاني ۱۴
د پای نېټه: ۱۴۴۸ د ربیع الثاني ۲۸
د ګمارنې ډول: دایمي
دندې او مسوولیتونه:
• د اړوندې څانګې د چارو مدیریت، څارنه، کنټرول او ارزونه او د کار اغېزناکتیا او مولدیت زیاتول؛
• د پالیسیو، مقرراتو، کړنلارو، معیاري سیستمونو په طرحه، ترتیب او پراختیا او د ستراتيژیک پلانونو په تطبیق کې همکاري کول؛
• د قانون رعایتولو د څېړنې د چک لیستونو او د مستقیم مدیر له لورې د سپارل شوو نورو فورمونو ترتیبول؛
• د افغانستان بانک د قانون رعایتولو اړوندو قوانینو، مقرراتو او کړنلارو په اړه د تخصصي څېړنو ترسره کول؛
• د افغانستان بانک په کړنو کې د قانون رعایتولو د تشې پيژندل او د موجوده تشو د ډکولو او د کاري چارو د ښه والي په موخه د تخصصي وړاندیزونو وړاندې کول؛
• د FATF،Basel Committee او نورو ادارو په ګډون د قانون رعایتولو د نړیوالو معیارونو څېړل او ارزول او په د افغانستان بانک کې یې تطبیقول؛
• د منظمو څېړنیزو راپورونو چمتو کول او د څېړنې او پراختیا ارشد مدیر ته یې وړاندې کول؛
• د قانوني بدلونونو، په ځانګړې توګه د قانون رعایتولو په برخه کې د بدلونونو ارزول چې ښايي د افغانستان بانک پر کړنو اغېز وکړي؛
• د اجرااتو له امله رامنځته شوو تېروتنو د پیژندلو پر مهال ژر تر ژره د هغې د اصلاح لپاره اقدام کول او له نورو څانګو سره همکاري کول؛
• له اړوندو څانګو سره په ځانګړې توګه د سپارل شوو چارو په اړه د اړیکو او همغږۍ ټینګول؛
• په روزنیزو پروګرامونو کې ګډون کول او د افغانستان بانک د اړوندو کارکوونکو لپاره د روزنیزو پروګرامونو په ځانګړې توګه د ریسک کلتور د ترویج او عامه پوهاوي پروګرامونو په جوړولو او ترسره کولو کې ونده اخیستل؛
• د مکتوبونو، وړاندیزونو، استعلامونو او نورو اداري لیکونو لیکل، په ټاکلي وخت د هغو طی مراحل ترسره کول او په دقیق او منظم ډول یې د هارډ او سافټ کاپي په بڼه په دوسیو او کارتنونو کې تنظیم او ساتل؛
• د کاري پلانونو ترتیبول او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپور وړاندې کول؛
• د نورو هغو دندو او مسوولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو، لارښوونو او د لوړو مقاماتو له لارښوونې سره سم د لایحې او مقرراتو له مخې سپارل کېږي.
د زده کړې درجه:
• لږ تر لږه د اقتصاد، مدیریت، مالي او بانکي، اداره او سوداګري، حقوق، عامه ادارې او یا محاسبې په برخو کې د لیسانس درلودل.
تجربه:
• د دندې اړوند درې (۳) کاله کاري تجربه درلودل.
مهارتونه او وړتیاوې:
• په رسمي ژبو او انګلیسي ژبه کې د لوړ مهارت درلودل؛
• د مدیریتي مهارتونو درلودل؛
• له کمپیوټري پروګرامونو او بانکي سیستمونو سره بلدتیا؛
• له بانکي قوانینو، مقرراتو او د افغانستان بانک د دندو او موخو سره بلدتیا؛
• د وظیفوي موضوعاتو د تحلیل، د مالي موضوعاتو د تفسیر او تعبیر او د دقیقې راپور ورکونې وړتیا درلودل؛
• د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا درلودل؛
• په خبرو کې فصاحت او بلاغت او د دندې د محرمیت ساتل؛
• د کاري مسوولیت پوهه او درک او په کاري ساحه کې د ستونزو پېژندل.
شخصي صفتونه او ارزښتونه:
رښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، ډسپلین لرونکی، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.
یادونه:
• درخواست کوونکی کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست وټاکي او غوښتل شوي سندونه دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.
• د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.
• د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.