د سرپل او سمنګان له نمایندګیو د افغانستان بانک د سرپرست رئیس لیدنه

Mpoya
یکشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۷ - ۱۱:۴۵
د سرپل او سمنګان له نمایندګیو د افغانستان بانک د سرپرست رئیس لیدنه

۱۴۴۴کال د صفر المظفر ۲۱ مه - د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي عبدالقاهر (حاجي ادریس) د سرپل او سمنګان له نمایندګیو لیدنه وکړه.

د دغه سفر موخه د نمایندګیو تر منځ د همغږۍ رامنځته کول او د اجراآتو د بهیر چټکتیا، د ستونزو او ننګونو څېړل او ارزول او د حل په موخه یې د اړینو اسانتیاوو برابرول او د خلکو د خدمت لپاره د کارکوونکو هڅول دي.

په دې لیدنه کې ښاغلي عبدالقاهر حاجي ادريس د يادو نمایندګیو د کارکوونکو ستونزې واورېدې او د حل په موخه يې اړوندو څانګو ته لازمې لارښوونې وکړې.

د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي حاجي ادریس د یادو نمایندګیو له کارکوونکو څخه وغوښتل، ترڅو د خلکو لپاره د خدمت په موخه خپلې چارې په پوره صداقت، اخلاص او مسئولیت سره تر سره کړي.

په سرپل او سمنګان ولایتونو کې د افغانستان بانک د نمایندګیو کارکوونکو هم ژمنه وکړه چې د چارو د پرمختګ لپاره به له هېڅ ډول هلو ځلو درېغ و نه کړي او په پوره رېښتنولۍ سره به د خلکو لپاره خدمت کوي.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۹ - ۱۱:۱۰
Background image

د افغانستان بانک 17 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1445 شعبان المعظم  17 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1445 کال د شعبان المعظم د میاشتې په 18 نېټه (1402/12/10) د پنج شنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې تر (17) میلیونه امریکايي ډالرو پورې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۹ - ۹:۱۱
Background image

د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس د ایم ټي ان شرکت مسؤلینو سره ولیدل

۱۶ شعبان المعظم ۱۴۴۵- د افغانستان بانک او د ایم ټي ان شرکت نویو مسؤلینو ترمنځ د برېښنايي معاملاتو  په برخه کې د همکارۍ او آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه غونډه جوړه شوه.

د افغانستان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲ - ۱۴:۳۷
Background image

د افغانستان بانک له لویدیځ زون څخه راټول شوي بانکنوټونه وسوځول

۱۴۴۵ شعبان المعظم ۱۰- د افغانستان بانک په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د افغانستان بانک د قانون د ۳۹ او ۴۲ مادو او اړوندې کړنلارې سره سم د ۴۹۳۰۷۰۰۰۰ (څلور سوه درې نوي. . .

بېرته خبرونه ته