د سوداګریزو بانکونو له لوري کوچنیو او منځنیو تشبثاتو ته د پورونو د ورکړې په برخه د آسانتیاوو رامنځته کولو په اړه د افغانستان بانک هڅې

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۴ - ۱۶:۱۷
د سوداګریزو بانکونو له لوري کوچنیو او منځنیو تشبثاتو ته د پورونو د ورکړې په برخه د آسانتیاوو  رامنځته کولو په اړه د افغانستان بانک هڅې

۱۴۰۰ د غبرګولي ۴ مه - د افغانستان بانک د سرپرست ښاغلي اجمل احمدي په مشرۍ د مالي خدمتونو د پراختیا، کوچنیو او منځنیو تشبثاتو ته د سوداګریزو بانکونو له لوري د پورونو د ورکړې په اړه د سوداګریزو بانکونو او د خصوصي سکتور له نمایندګانو سره غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي د مالي خدمتونو د پراختیا او مالي خدمتونو ته د تشبثاتو د لاسرسي په ارزښت خبرې وکړي او د سوداګریزو بانکونو له لوري خصوصي سکتور ته د پورونو د ورکړې په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کول یې د ارزښت وړ او ټاکونکي یاد کړل.

ښاغلي اجمل احمدي زیاته کړه مالي خدمتونو ته لاسرسی او له مالي خدمتونو څخه عامه ګټه اخیستنه د ډېرو خلکو لپاره زمینه برابروي چې په اقتصادي فعالیتونو کې برخه واخلي او په لوړه کچه د اقتصادي سیاستونو  لکه ټولیز اقتصادي پرمختګ، د عایداتو د نابرابرۍ کمول او په ټولنه کې د غربت د کچې د راټیټولو په برخه کې مثبت اغیز لري.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي د صنعت او سوداګرۍ وزارت د تصدۍ له مهاله د مالي خدمتونو په برخه کې اغېزناک فعالیتونه تر سره کړي دي چې کولای شو د خصوصي سکتور او له کوچنیو او منځنیو تشبثاتو څخه د ملاتړ په برخه کې د هڅونې له کڅوړو څخه یادونه وکړو چې تر نن ورځې یې ښې پایلې درلودلې دي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۶:۵۷
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د ازبکستان د مرکزي بانک له مرستیال سره وکتل

د ۱۴۴۸ کال د صفرالمظفر ۱۱ - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي بانک له مرستیال ښاغلي ابرار میرزا اولیموف سره وکتل.

په دې. . .

بېرته خبرونه ته