د هېواد د اسعاري زیرمو په اړه د افغانستان بانک اعلامیه!

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۱ - ۱۴:۵۲
د هېواد د اسعاري زیرمو په اړه د افغانستان بانک اعلامیه!

د افغانستان بانک د اسعارو زېرمې د افغانانو ملکیت دی او له کلونو راهیسې د پولي ثبات، مالي سیستم د پیاوړتیا او له نړۍ سره د سوداګرۍ د اسانتیا په موخه کارول کېږي. په سویس هېواد کې د یوې ادارې د جوړولو په اړه د امریکا د متحده ایالتونو پرېکړه او هلته د افغانستان د اسعارو د زیرمو د یوې برخې د لېږد او غیر مرتبطو برخو ته د هغو ځانګړي کول، د خوندیتوب او روڼتیا اړین معیارونه په پام کې نه نیول، د افغانستان بانک اندېښنو ته نه پاملرنه، دا ټول د افغانستان د خلکو په حق کې نا عادلانه پرېکړه ده. دا چې دا پرېکړه د افغانستان د خلکو د رښتینو استازو په نه شتون او د افغانستان بانک له ګډون پرته شوې، د منلو وړ نه ده.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۰:۵۳
Background image

ګرانو هېوادوالو!

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۵:۵۱
Background image

د افغانستان بانک له سویل لویدیځ زون څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د جمادي الثاني ۶ مه - د افغانستان بانک له اړوندو  کړنلارو سره سم د ۴۰۵،۸۹۲،۰۰۰ (څلور سوه پنځه میلیونه او اته سوه دوه نوي زره) افغانیو په ارزښت له سویل لویدیځ زون څخه راټول. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۶:۲۱
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال په ترکیه کې د ترکیې د مشارکتی بانکونو د ټولنې له مشر سره ولیدل

د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په مشرۍ یو پلاوي چې ترکیې هېواد ته یې سفر کړی، د ترکیې د مشارکتی بانکونو د ټولنې  (TKBB)  له مشر ښاغلي اسماعیل یورال او د دې ټولنې. . .

بېرته خبرونه ته