هیواد ته د نغدو بشري مرستو په لړ کې د ۴۰ میلیونه امریکایي ډالرو  بله کڅوړه را ورسېده

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۶/۸ - ۱۲:۱۱
هیواد ته د نغدو بشري مرستو په لړ کې د ۴۰ میلیونه امریکایي ډالرو  بله کڅوړه را ورسېده

۱۴۴۴ صفر المظفر ۲ مه - افغانستان ته د مرسته کوونکو هیوادونو د بشرپاله مرستو په لړ کې نن د څلوېښت میلیونه امریکایي ډالرو بله نغده کڅوړه افغانستان ته را ورسېده او یو سوداګریز بانک ته وسپارل شوه.

د افغانستان بانک د نړيوالې ټولنې له مرستو د مننې او قدردانۍ تر څنګ له دوی څخه غواړي چې د بانکي سکتور په برخه کې هم تعامل او همکاري ولري او له افغانستان سره د بانکي اړیکو زمینه برابره کړي.

د افغانستان بانک مشرتابه پلاوی پر دې باور دی چې افغانستان ته له هرې اصولي لارې د اسعارو راتګ نیک ګام دی او له نړيوالې ټولنې غواړي چې د بانکي سکتور له لارې خپلې بشري مرستې له افغانستان سره تر سره کړي. باید وویل شي چې دا په روانه اونۍ کې د بشري مرستو دویمه کڅوړه ده چې په نغد ډول افغانستان ته راوړل کېږي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۶:۵۷
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د ازبکستان د مرکزي بانک له مرستیال سره وکتل

د ۱۴۴۸ کال د صفرالمظفر ۱۱ - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي بانک له مرستیال ښاغلي ابرار میرزا اولیموف سره وکتل.

په دې. . .

بېرته خبرونه ته