د افغانستان بانک سرپرست رئیس د شمال شرق زون له مسئولینو سره ولیدل
د ۱۴۴۴ کال د شوال المکرم ۳۰ مه - د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي الحاج هدایت الله بدري چې د بانکدارۍ سکتور د ټینګښت او پیاوړتیا، د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا او د غیر بانکي مالي موسسو د فعالیتونو د میکانیزه کولو په برخه کې د همغږۍ او ګډو هڅو په موخه یې د افغانستان بانک شمال شرق زون ته سفر کړی ؤ، د خپل سفر په لړ کې د شمال شرق زون له مسئولینو، د دې زون د نمایندګیو له مدیرانو او د صرافانو ټولنې له استازو سره ولیدل.
په یاده لیدنه کې د افغانستان بانک سرپرست رئیس د اړوند زون د نمایندګیو مسئولینو او مدیرانو ته ډاډ ورکړ چې د اصولو او مقرراتو په رڼا کې به د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړي، نوموړي د شمال شرق زون د نمایندګیو له مدیرانو وغوښتل چې د درنو هېوادوالو لپاره د پر وخت او غوره بانکي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره زمینه برابره کړي.
د افغانستان بانک سرپرست رئیس په همدې ورځ د کندز ولایت د صرافانو ټولنې له استازو سره هم ولیدل او د دوی د ستونزو تر اورېدو وروسته یې له دوی سره د اصولو او مقرراتو په رڼا کې د هر ډول همکارۍ ژمنه ورسره وکړه.
باید وویل شي چې په شمال شرق زون کې د کندز، سمنګان، بغلان، تخار، بدخشان او شیرخان بندر نمایندګۍ شاملې دي.