د افغانستان بانک رئیس په کابل کې د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې سره وکتل

۱۴۴۶ شعبان المعظم ۲۶ مه – د افغانستان بانک د ټولو رئیس ښاغلي نور احمد آغا د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي له ځانګړې استازې آغلې روزا اوتونبایوا او مل پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې د افغانستان بانک د ټولو رئیس ښاغلي نور احمد آغا د کوچنیو مالي تمویلاتو اړوند موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او دا برخه یې د هېواد په اقتصادي رغښت کې مهمه یاده کړه. نوموړي زیاته کړه د افغانستان بانک ژمن دی چې په افغانستان کې کوچني مالي تمویلات وده وکړي او په دې وسیله د هېواد په ټولو برخو کې درانه هېوادوال له دې مالي خدمتونو څخه برخمن شي.
په یاده غونډه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې آغلې روزا اوتونبایوا هم د اقتصادي ودې او کارو بارونو د غوړېدو په برخه کې د کوچنیو مالي تمویلاتو رول مهم یاد کړ او له خپله اړخه یې په دې برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد هم ګډون درلود او د بېلابېلو مالي او بانکي موضوعاتو تر څنګ یې د کوچنیو مالي تمویلاتو د مؤسساتو د فعالیتونو او د یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه له راغلي پلاوي سره خبرې وکړې او د نظرونو تبادله تر سره شوه.