د تش بست خبرتیا

Mpoya
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۱۳:۵۸
اعلان بست خالی

د خپریدو نېټه

د پای نیټه

د دندې عنوان : د سرو زرو د چارو ارشد آفیسر (کابل – تخار – بدخشان ولایتونه)

آمریت: د بانکي عملیاتو لوی آمریت

گریډ: اووم (۷)

د پیل نېټه: ۱۴۴۷ ذوالحجة الحرام  ۱۷ 

د پای نېټه: ۱۴۴۸ محرم الحرام  ۲

د بستونو شمېر: 6 بستونه

د دندې ځای: کابل - تخار - بدخشان

د ګمارنې ډول: دایمي

دندې او مسئولیتونه

  • د سرو زرو اړوندو چارو مدیریت او د آمریت د پلان په پلي کولو کې فعاله ونډه اخیستل
  • د کاري بهیر د اسانتیا په موخه له اړوندو برخو سره د همغږۍ او اړیکو ټینګول
  • په حلاجي ماشین کې د سرو زرو د پروسس په موخه د بشپړې امانتدارۍ په رعایتولو سره د سرو زرو د نمونې اخیستل
  • د وزن د تثبیت په موخه د اړوندو ماشینونو له لارې د سرو زرو حلاجي کول
  • د سرو زرو د پیرلو په موخه د ماشین له لارې تر پروسس کولو وروسته په بشپړې امانتدارۍ سره یې د وزن تثبیتول
  • له کاري اصولو سره سم د سرو زرو ویلې کول او تیزاب ‌کاري ترسره کول
  • د سرو زرو د وزن اندازه‌ کول او د قالبونو تنظیمول
  • د نمونو تحلیل او د تحلیل کوونکي ماشین له کړنو څخه ډاډ ترلاسه کول
  • په هغو روزنیزو پروګرامونو کې ګډون کول چې د بانک یا اړوندو ادارو له لوري جوړیږي
  • د دقیق اقدام او مراجعې په پام کې نیولو سره په ټاکلي وخت د مکتوبونو، وړاندیزونو، استعلامونو او نورو اداري لیکنو لیکل، تعقیبول او طی مراحل کول
  • د هارډ او سافټ کاپي په بڼه په کارتنونو او دوسیو کې د مکتوبونو، وړاندیزونو، استعلامونو او نورو اداري لیکنو په کره او منظمه توکه تنظیمول او ساتل
  • د کاري پلانونو ترتبیول او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپور وړاندې کول   
  • د نورو هغو دندو او مسئولیتونو ترسره کول چې له کړنلارو، دستورالعملونو او د لوړپوړي چارواکي له لارښوونو سره سم د لایحې او مقرراتو پر بنسټ سپارل کیږي

د زده کړو کچه

لیسانس

تجربه

  • د سرو زرو اړوند دوه (۲) کلنه کاري تجربه ( یوازې له هغو کاندیدانو سره به اړیکه نیول کیږي چې په اړونده برخه کې عملي تجربه ولري)

مهارتونه او وړتیاوې

  • له کمپیوټري پروګرامونو او انګلیسي ژبې سره بلدتیا
  • د سرو زرو د پروسس او ویلې کولو په برخه کې مهارت درلودل
  • د سرو زرو اړوند د نورو مهارتونو درلودل

شخصي صفتونه او ارزښتونه

  • ریښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، ډسپلین لرونکی، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.

یادونه:

  • درخواست کوونکی کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست وټاکي او غوښتل شوي سندونه دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.
  • د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.
  • د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies