د تش بست خبرتیا

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۵۲
اعلان بست خالی

د خپریدو نېټه

د پای نیټه

د دندې عنوان: د بک اینډ د پراختیا مدیر

آمریت: د معلوماتي تکنالوژۍ لوی آمریت

ګریډ: اتم (۸)

د پیل نېټه: ۱۴۴۸ محرم الحرام ۷

د پای نېټه : ۱۴۴۸ محرم الحرام ۲۱

د ګمارنې ډول: دایمي

دندې او مسئولیتونه:

د چارو د ښه والي او د کاري اغېزناکتیا د زیاتیدو، د روزنیزو اړتیاوو د معلومولو او د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو لپاره د انګېزې رامنځته کولو په موخه د کارکوونکو د کارونو مدیریت، رهبري، څارل، کنټرولول او ارزول؛

د اوونیز پلان طرحه او ترتیبول، د هغه د تطبیق څارنه او د اړتیا وړ اقداماتو ترسره کول ؛

له مستقیم مدیر سره د تقنیني او اداري سندونو لکه مقرراتو، پلانونو او ستراتیژیو، پالیسیو، د کارکوونکو دندو د لایحو، کاري کړنلارو او معیاري فورمو په طرحه کولو، تسویدولو، تعدیلولو او د مراحلو په بشپړولو کې همکاري کول؛

د سافټویر د پراختیا اړوند د کاري بهیر د اسانتیا لپاره له اړوندو برخو سره د اړیکو او همغږۍ تأمینول؛

د هغو نویو سیستمونو د پلي کېدو د چارو پرمخ وړل چې د بانک لپاره د کورنیو او بهرنیو سرچینو له خوا رامنځته شوي وي، لکه د سیستمونو یوځای کول (Integration) او ورته نور موارد؛

په شته پرمختللو اپلېکېشنونو او سافټویرونو کې د رامنځته شویو ستونزو حل کول؛

د سافټویر جوړول او د اړینو اړتیاوو او غوښتنو راټولول، تر څو د لوړو امنیتي او منل شویو معیارونو له مخې اړین سیستمونه او پروګرامونه جوړ شي؛

د شته سافټویرونو پراخه کول، د راټولو شویو معلوماتو تحلیل او ارزونه او په شته پروګرامونو او سافټویرونو کې د ستونزو حلول؛

د موبایل سافټویرونو جوړول او پراختیا، د شته او نوو سافټویرونو اداره، کنټرول او د ستونزو هوارول؛

  د بانک دداخلي پرمختللو سیستمونو نوي کول او په هغه کې د نوښتونه رامنځته کول ؛

  د هغو خدمتونو پېژندنه چې په برېښنایي توګه د وړاندې کولو وړتیا لري او د هغه برېښنايي کول؛

  له آمریتونو سره په غونډو کې ګډون، ترڅو هغه موارد ترلاسه او تشخیص شي چې د برېښنايي کېدو وړتیا لري؛

  د اړوند مدیریت د کړنو او لاسته راوړنو د پرمختګ په اړه د اوونیزو، میاشتنیو، درې میاشتنیو او کلنیو راپورونو راټولول، یو ځای کول او د اړتیا پر مهال ترتیبول؛

د کاري پلانونو ترتیبول او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپورونو وړاندې کول؛

د نورو ټولو هغو دندو او مسئولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو او د لوړ پوړي مقام د لارښوونو پر بنسټ له لایحې او مقررو سره سم ورسپارل کېږي.

د زده کړې درجه او رشته: د کمپیوتر ساینس، معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې لیسانس او د ماسټرۍ سند لرونکي ته ترجیح ورکول کېږي.

تجربه: د دندې اړوند (3) کلنه تجربه

مهارتونه او وړتیاوې

د هېواد له رسمي او انګلیسي ژبو سره بلدتیا؛

د مدیریتي مهارتونو درلودل؛

په وینا کې فصاحت او بلاغت؛

له کمپیوټر پروګرامونو او بانکي سیستمونو سره بلدتیا

 له بانکي قوانینو او مقررو سره بلدتیا؛

 د ملکي خدمتونو د کارکوونکو له قوانینو سره اشنايي؛

د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا؛

د افغانستان بانک د دندو او موخو په اړه د پوهې درلودل؛

Front-end Framework = (Angular or Next.js/React.js)

Library UI = (Tailwind CSS, jQuery or Bootstrap)

Back-end Framework = (.NET Core, Java Spring , FastApi, Django or Laravel)

#Programming Language = Java, python, PHP or C

Architectures = Monolithic and Micro – services

Technologies = Docker, RESTful API

Database = MySQL, Server, SQLite or Oracle

شخصي صفتونه او ارزښتونه: صادقه، د نیک چلند خاوند، د متقابل درناوي درلودونکی، نوښتګر، بادسپلین، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار کولو ته لېواله، همکار، مسؤلیت منونکی، تصمیم نیونکی او په کاري برخه کې مسلکي او ښه همغږي رامنځته کوي.

یادونه:

درخواست کوونکی کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست وټاکي او غوښتل شوي سندونه دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.

د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.

د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies