د خطرونو او د قانون رعایتولو لوی آمريت

د خطرونو او د قانون رعایتولو لوی آمريت په ۲۰۰۸ کال کې د افغانستان بانک په تشکیلاتي جوړښت کې د اړتیا پر بنسټ جوړ شوی چې په ۲۰۱۹ کال کې د بېړنۍ اړتیا پر بنسټ د قوانینو او مقررو د پلي کېدو (Compliance) برخه هم پرانېستل شوه چې مسوولیت یې همدې آمريت ته وسپارل شو. دا آمريت د افغانستان بانک د حیثیت او شهرت ساتلو، د پيسو وينځلو او له جرمونو څخه د ترلاسه شوو عوايدو له خطرونو پرته یو بانکي نظام ته د لاسرسۍ او له ناڅاپي خطرونو او ګواښونو څخه د هېواد د مرکزي بانک په توګه د افغانستان بانک د خوندي ساتلو په برخو کې فعالیت کوي.

موخې

د خطرونو او قانون رعایتونو د لوی آمریت بنسټیزه موخه د افغانستان بانک د عملیاتي خطرونو، د پانګونې خطرونو، د مالوماتي ټېکنالوجۍ خطرونو، د مقرراتي خطرونو، د سیالیت خطرونو، د اداینیز سیستم خطرونو او د اعتباري خطرونو د ارزولو، پیژندلو او شنلو له لارې د افغانستان بانک د شهرت او حیثیت ساتل ګڼل کېږي. دا آمريت اړ دی، څو د تثبیت شوو خطرونو د کنټرول لپاره د خطر د کمولو پلان ترتیب کړي. د دې ترڅنک، د اړتیا وړ معاملو په برخه کې د بندیزونو د لیستونو پلي کول او د اړوندو کړنلارو او چک لیستونو پلي کول چې د افغانستان بانک لخوا ترسره کېږي، هم د دې آمریت مهمې موخې دي چې د افغانستان بانک د حیثیت ساتلو او همدا ډول د پیسو وینځوونکو او د ترهګرۍ تمویلوونکو له ناسمې کارونې څخه د افغانستان بانک د خوندي ساتلو لپاره ترې ګټه اخیستل کېږي.

بايد يادونه وشي چې د سوداګریز فعالیت د دوام او له کړکیچ څخه د افغانستان بانک د وتلو پلان د خطرونو شنل په ځانګړې توګه په بدیلې ساحې کې د هغه پلي کېدل د دې آمریت بنسټیزه موخه ګڼل کېږي چې په دې برخه کې لاندې موارد په پام کې نیول کېږي.

• په د افغانستان بانک کې له خطره د ډک وضعیت ارزول او څارل، په ځانګړې توګه په زیان منونکو ساحو کې؛

• په د افغانستان بانک کې د احتمالي پېښو او خطرنو د کمولو په تړاو د لنډ مهاله پروګرامونو جوړول؛

• د مرکزي دفترونو او ټولو زونونو کارکوونکو ته د دوامداره روزنیزو پروګرامونو جوړول؛

• د احتمالي خطرونو او پېښو د کمولو په تړاو د عامه پوهاوۍ د پروګرامونو جوړول.

تشکیلاتي جوړښت

د خطرونو او قانون رعایتولو د لوی آمریت په تشکیل کې د آمر او د هغه د مرستیال په ګډون د خطرونو د ارزونې او د قانون د رعایتولو مدیریتونه شامل دي چې دا مدیریتونه تر خپل کنټرول لاندې د خطرونو د ارزونې او قانون د رعایتولو، اجرائیې او کارګرانو برخې لري او په ټولیزه توګه کارکوونکي یې ۱۸ تنو ته رسیږي.