د سرپل او سمنګان له نمایندګیو د افغانستان بانک د سرپرست رئیس لیدنه

Mpoya
یکشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۷ - ۱۱:۴۵
د سرپل او سمنګان له نمایندګیو د افغانستان بانک د سرپرست رئیس لیدنه

۱۴۴۴کال د صفر المظفر ۲۱ مه - د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي عبدالقاهر (حاجي ادریس) د سرپل او سمنګان له نمایندګیو لیدنه وکړه.

د دغه سفر موخه د نمایندګیو تر منځ د همغږۍ رامنځته کول او د اجراآتو د بهیر چټکتیا، د ستونزو او ننګونو څېړل او ارزول او د حل په موخه یې د اړینو اسانتیاوو برابرول او د خلکو د خدمت لپاره د کارکوونکو هڅول دي.

په دې لیدنه کې ښاغلي عبدالقاهر حاجي ادريس د يادو نمایندګیو د کارکوونکو ستونزې واورېدې او د حل په موخه يې اړوندو څانګو ته لازمې لارښوونې وکړې.

د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي حاجي ادریس د یادو نمایندګیو له کارکوونکو څخه وغوښتل، ترڅو د خلکو لپاره د خدمت په موخه خپلې چارې په پوره صداقت، اخلاص او مسئولیت سره تر سره کړي.

په سرپل او سمنګان ولایتونو کې د افغانستان بانک د نمایندګیو کارکوونکو هم ژمنه وکړه چې د چارو د پرمختګ لپاره به له هېڅ ډول هلو ځلو درېغ و نه کړي او په پوره رېښتنولۍ سره به د خلکو لپاره خدمت کوي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک له درېیو زونونو راټول شوي ۶۶۰.۲ میلیونه افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول

کابل – د ۱۴۴۸ کال د ربیع الثاني ۲مه-  د افغانستان بانک د هېواد د پولي نظام د سالم مدیریت او په راکړو ورکړو کې د لا آسانتیا او ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، له مرکزي زون، جنوب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۶:۵۷
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د ازبکستان د مرکزي بانک له مرستیال سره وکتل

د ۱۴۴۸ کال د صفرالمظفر ۱۱ - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي بانک له مرستیال ښاغلي ابرار میرزا اولیموف سره وکتل.

په دې. . .

بېرته خبرونه ته