د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه جوړه شوه

Mpoya
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۴ - ۱۴:۴۸
د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه جوړه شوه

د ۱۴۴۴ د شوال المکرم ۲۴ مه - د افغانستان بانک عالي شورا چې د دې بانک د پرېکړو کولو تر ټولو لوړه مرجع ده، نن یې د مناسبو پولي سیاستونو د پلي کولو، د بانکي سکتور د ټینګښت، اسلامي بانکدارۍ د پراختیا، اداینو سیسټمونو د پیاوړتیا او د بانکدارۍ سکټور د پیرودونکو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه غونډه جوړه کړه.

دا غونډه چې د افغانستان بانک د سرپرست رئیس ښاغلي الحاج هدایت الله بدري په مشرۍ جوړه شوه، د افغانستان بانک د عالي شورا غړو پکې په حضوري او یو تن یې په آنلاین ډول ګډون درلود. په دې غونډه کې د افغانستان بانک د اجراآتو د څرنګوالي او له مخکې ټاکل شوو پروګرامونو د تحقق ترڅنګ د افغانستان د اقتصادي وضعیت، د پولي سیاستونو د پلي کېدو د څرنګوالي، د بانکي سکتور ټینګښت، اسلامي بانکوالۍ د پراختیا، د مالي نظام د ټیکاو، د اداینو بهیر د ډیجیټل کولو، د خلکو لپاره د بانکي اسانتیاوو رامنځته کولو او د یو شمېر اداري موضوعاتو په اړه بحث وشو او د قانون د احکامو په رڼا کې لازمې پرېکړې وشوې.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک عالي شورا په ربعوار ډول کال کې څلور غونډې ترسره کوي او د بانک د سیاستونو، کړنو، اجراآتو او لاسته راوړنو په اړه پکې خبرې اترې او د نظرونو تبادله ترسره او د افغانستان بانک د کړنو او د هېواد مالي او بانکي نظام د پیاوړتیا لپاره په کې اړینې پرېکړې کېږي.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۷:۱۳
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه جوړه شوه

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د افغانستان بانک د رئیس ښاغلي نور احمد آغا په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې بانک د عالي شورا مشر هم دی جوړه شوه.

د غونډې په پیل کې ښاغلي نور احمد آغا د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۶:۳۹
Background image

د افغانستان بانک پلاوي د کندهار زون څلور ولایتونو ته سفر وکړ

د افغانستان بانک یو پلاوي چې مشري یې د دې بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد کوله، سویل لویځ زون ته سفر وکړ او هلته یې د افغانستان بانک اړوند زون، نمایندګیو، سوداګریزو بانکونو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۷:۷
Background image

د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي د عزیزي بنسټ له بنسټګر سره ولیدل

د افغانستان بانک رئیس، ښاغلي نور احمد آغا او لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد د عزیزي بنسټ له بنسټګر ښاغلي میرویس عزیزي سره وکتل او د بانکي سکتور د لا پرمختګ په تړاو یې هر اړخیز بحث. . .

بېرته خبرونه ته