د افغانستان بانک ۱۲ میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

Mpoya
پنجشنبه ۱۴۰۱/۴/۲ - ۱۰:۵۳
د افغانستان بانک ۱۲ میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

۱۴۴۳ ذوالقعده ۲۴ مه - د افغانستان بانک غواړي چې د ۱۴۴۳ کال د ذوالقعده د میاشتې په ۲۶ نېټه (۱۴۰۱/۰۴/۰۴) د شنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې د اړتیا په صورت کې (۱۲) میلیونه امریکايي ډالره په لیلام ډول پلوري. د افغانستان بانک له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې په شرایطو برابروي، غوښتنه کوي، څو په دې داوطلبۍکې ګډون وکړي. د لیلام ګټوونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه پورې تصفیه کړي.

د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي، د لیلام ګټوونکي د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغد ډول په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۱/۴/۱۲ - ۱۱:۵۷
Background image

د افغانستان بانک ۱۳ میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

۱۴۴۳ ذوالحجه ۴ مه - د افغانستان بانک غواړي چې د ۱۴۴۳ کال د ذوالحجه د میاشتې په ۵ نېټه (۱۴۰۱/۰۴/۱۳) د دو شنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې (۱۳) میلیونه امریکايي ډالره په لیلام ډول پلوري. د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۸ - ۱۷:۲۸
Background image

هیواد ته د نغدو بشري مرستو په لړ کې د ۳۲ میلیونې کڅوړې را رسېدل

۱۴۴۳ ذوالقعده ۳۰ - افغانستان ته د مرسته کوونکو هیوادونو د بشرپاله مرستو په لړ کې نن د ۳۲ میلیونه امریکایي ډالرو نغده کڅوړه را ورسېده او یو سوداګریز بانک ته وسپارل شوه.

د افغانستان بانک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۴/۷ - ۱۶:۴۲
Background image

د افغانستان بانک د بانکي سکتور د ستونزو د حل په موخه د افغانستان په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي د وروستیو څرګندونو هرکلی کوي

د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي تام وسټ په متحده عربي اماراتو کې د هېواد له یو شمېر سوداګرو سره د لیدلو پر مهال ویلي دي چې د افغانستان د بانکي نظام پر وړاندې. . .

بېرته خبرونه ته