د افغانستان ناخالصه اسعاري زیرمې څه باندې ۹ میلیارده ډالرو ته لوړی شوی

کابل، د ۱۳۹۹ د جوزا لسمه نیټه: د افغانستان ناخالصه اسعاري زیرمې د لومړي ځل لپاره له ۹ میلیارده امریکایي ډالرو واوښتې.څه باندې ۹ میلیاردو ډالرو ته د افغانستان د ناخالصه اسعاري زیرمو رسیدل د افغانستان بانک د بازار عملیات د کمیټې د هڅو او کوښښونو پایله ده چې د مصونې او اغیزناکې پانګې اچونې له لارې د هیواد لپاره د دې لاسته راوړنې تر څنګ یې، د انفلاسیون نرخ او د ملي پیسو ارزښت یې په مطلوبه کچه کې ساتلی دی.
د افغانستان بانک عامل پلاوی د بانک د کارکوونکو دا اغیزناکه او با ارزښته کړنه، د هیواد لپاره مهمه ګڼي او د هغوې د کوښښونو او هڅو ستاینه کوي.
ارزي زیرمې په داسې حال کې د ۹ میلیاردو ډالرو کچې ته رسیږي چې نړیوالې بسپنې د پخوا په پرتله کمې شوي او د کرونا ویروس د خپریدو له وجې په نړیوال مالي بازارونو کې د پانګې اچونې د ټکټانې نرخ نژدې صفر سلنې ته راکښته شوی دی او د افغانستان بانک د کرونا ویروس د خپریدو له وجې د ملي پیسو د ارزښت د ټیکاو په موخه د پخوا په پرتله لا ډیر ډالر لیلاموي.