د تش بست خبرتیا

د خپریدو نېټه
د پای نیټه
د دندې عنوان: د افغانستان د بانکوالۍ او مالي انسټیټیوټ خانه سامان
آمریت: د افغانستان د بانکوالۍ او مالي انسټیټیوټ
د پیل نېټه: ۱۴۴۶ ذوالقعدة الحرام ۱۵
د پای نېټه: ۱۴۴۶ ذوالقعدة الحرام ۲۷
د ګمارنې ډول: دایمي
دندې او مسوولیتونه:
• د شعبې غړو او مراجعینو ته سم او پر وخت هرکلی کول؛
• د اړوندو دفترونو له پاکوالي او څارنې څخه ډاډ ترلاسه کول او مراجعینو ته لارښوونه کول؛
• داړتیا په وخت کې د اړوندو مکتوبونو، وړاندیزونو او پوښتنپاڼو وېشل او تعقیبول؛
• د آمریت اړوندو تجهیزاتو او کمپیوټرونو ساتنه او همداراز د هغو نورو توکو او اجناسو مراقبت او ساتنه چې د اړوندو دفترونو د کارونې لپاره شتون لري؛
• له تحویلخونې څخه د دفتر د اړتیا وړ توکو ترلاسه کول او له تسلیمۍ څخه تر داغمې پورې د هغه د سندونو طی مراحل کول؛
• د زړو او د نه کارونې وړ توکو بېرته تحویلخانې ته سپارل او د سندونو یې طی مراحل کول؛
• د توکو د ثبت په دفتر کې د آمریت د ټولو دفترونو د توکو قیدول او راټولول؛
• د انسټیټیوټ د برېښنايي سیستم له فعالېدو او غیر فعالېدو څخه ډاډ ترلاسه کول؛
• په رسمي او د رخصتي په وختونو کې د دروازو له پرانیستلو او بندولو څخه ډاډ ترلاسه کول؛
• د لارښوونې پر بنسټ د اړتیا په صورت کې د انسټیټیوټ په عمومي پاکوالي او حشر کې برخه اخیستل؛
• د اړتیا په صورت کې د مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر د لارښوونو پر بنسټ رسمي دندې ترسره کول؛
• د دوسیو، برقي جارو، پاس پاس او نورو وسیلو ساتل او سمه کارونه؛
• په ټاکلي وخت کې د ټولو وسایلو د موجودۍ د لست ترتیبول او د ورځني شفت له کارکوونکو سره همکاري کول؛
• واک لرونکي آمر او مستقیم مدیر ته د کاري راپور وړاندې کول؛
• د نورو هغو دندو او مسئولیتونو ترسره کول چې له لایحې او مقررې سره سم د کړنلارو، دستورالعملونو او د لوړ پوړو مقامونو د لارښوونې پر بنسټ ورسپارل کېږي؛
د زده کړې درجه:
• بکلوریا او لیسانس ته لومړیتوب ورکول کیږي.
تجربه:
• د دندې اړوند لږ تر لږه (۱) کلنه کاري تجربه.
مهارتونه او وړتیاوې:
د هېواد له رسمي ژبو سره بلدتیا، قوي فهــم، درک او د مسئولیت احساس، د تشریفاتو له ابتدایي معیارونو او نورمونو سره بلدتیا، د دفتر د چارو په اړه پوهاوی او د لیکلو ابتدایي وړتیا او له کمپیوټر سره آشنایي درلودل.
شخصي صفتونه او ارزښتونه:
رښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، ډسپلین لرونکی، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.
یادونه:
• د شرایطو وړ مینه وال کولای شي یاد بست ته د نوم لیکنې لپاره خپلې CV یانې دې vacancies@aibf.afبرېښنالیک ته واستوي.
• د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.
• د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.