د تش بست خبرتیا

د خپریدو نېټه
د پای نیټه
د بست نوم: د آپلیکېشن ارشد آفیسر
آمریت: د معلوماتي ټکنالوژۍ لوی آمریت
ګریډ: اووم )۷(
د خبرتیا د پیل نېټه: ۱۴۴۶ د ذوالحجة الحرام ۵
د خبرتیا د پای نېټه: ۱۴۴۶ د ذوالحجة الحرام ۱۹
د ګمارنې ډول: دایمي
دندې او مسئولیتونه:
• د بانکي اپلیلکېشنونو مانیټور کول، د ستونزو رامنځته کېدو په صورت کې د هغه مخنیوی او حلول؛
• دپروګرام لیکنې لکه ASP.net, Php, ـJave, Python د ژبو په کارولو سره د چارو ترسره کول؛
• د سیستمونو د پلي کېدو کنټرول، د ستونزو پېژندل او حلول او د وینډوز او لینکس په سیستمونو کې د اپلیکېشنونو هاست کول؛
• د سټورج د سیستمونو له لارې د بک آپونو ترتیبول او ترلاسه کول او د بک آپونو اغېزناکه کنټرول؛
• په سرورونو لکه IIS,Apache,Tomcat virtualization in window and linux, کې د معلوماتي او نوې تکنالوژۍ د سیستمونو نصبول او عیارول؛
• د آپلیکېشنونو په برخه کې د کاري بهیر د اسانه کولو لپاره له اړوندو برخو سره د اړیکو او همغږۍ درلودل؛
• په مرکز او ولایتونو کې په فزیکي توګه د سیستمونو د ستونزو حلول؛
• د شته بانکي اپلیکېشنونو او پرمختللو اپلیکیشنونو د کارونې د څرنګوالي لارښود ترتیبول؛
• په اړتیا وړ سرورونو (linux , windows) کې د بانکي آپلیکیشنونو د عیارولو، ترتیبولو، تنظیمولو او نصبولو په برخه کې له مستقیم مدیر سره همکاري کول؛
• په هارډ او سافټ بڼه په دوسیو او کارتنونو کې په کره او منظمه توګه د مکتوبونو، وړاندیزونو، پوښتنپاڼو او نورو اداري لیکونو لیکل، تنظیمول او ساتل او د مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر له لارښوونې سره سم په ټاکل وخت یې طی مراحل کول؛
• د اړوند مدیریت د کړنو او لاسته راوړنو د پرمختګ په اړه له اړتیا سره سم د اونیزو، میاشتنيو، ربعوارو او کلنیو راپورونو راټولول، توحیدول او ترتیبول؛
• د کاري پلانونو ترتیبول او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپور وړاندې کول؛
• د نورو ټولو هغو دندو او مسئولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو، لارښوونو او د لوړ پوړي مقام د لارښوونې پر بنسټ له لایحې او مقررو سره سم ورسپارل کېږي.
د زده کړې درجه: په کمپیوټر ساینس کې د لیسانس او اړونده برخه کې د تخصصي سندونو درلودل.
تجربه: د دندې اړوند دوه (۲) کلنه کاري تجربه
مهارتونه او وړتیاوې: د کمپیوټر له پروګرامونو او بانکي سیستمونو سره بلدتیا، له بانکي قوانینو او مقرراتو سره بلدتیا، د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا، د کاري مسئولیت پوهه او درک او په کاري ساحه کې د ستونزو پېژندل، د دندې اړوند محرمیت ساتل، د افغانستان بانک د دندو او موخو په اړه پوهه لرل، د معلوماتي او د نوې تکنالوژۍ په اړه د دقیقې پوهې درلودل، د هېواد له رسمي ژبو او انګلیسي سره بلدیت، د (MS Visual Studio, MS SQL Server, MySQL, PHP, C#, JavaScript, HTML, CSS, Bootstrap, Drupal,…) ، پروګرامونو د وړتیا درلودل او د وینډوز او لینوکس له عاملو سیستمونو سره بشپړه بلدتیا درلودل.
شخصي صفتونه او ارزښتونه:
رښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، دسپلین لرونکی، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.
یادونه:
ټول مینه وال کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست وټاکي او غوښتل شوي سندونه دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.
د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.
د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.