د پیسو د نړیوال صندوق له چارواکو سره آنلاین غونډه

Mpoya
پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۴ - ۱۳:۱۹
د پیسو د نړیوال صندوق له چارواکو سره آنلاین غونډه

۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۲۴ مه – د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي د پیسو د نړیوال صندوق سره د افغانستان د ګډو اقتصادي پروګرامونو د ارزونې په اړه د مخکنیو لیدنو او خبرو اترو په سلسله کې چې د پلان پر بنسټ جوړ شوي وو، نن د یو ویډیو کنفرانس له لارې د پیسو د نړیوال صندوق له چارواکو سره د پولي سیاست د تطبیق او مالي سکتور  په برخه کې د سمونونو وروستۍ لاسته راوړنې شریکې کړې.

په پیل کې د پیسو د نړیوال صندوق چارواکو د نړۍ پر مهمو اقتصادي بدلونونو په ځانګړي ډول د نړۍ پر اقتصادي وضعیت د  کرونا ویروس د خپرېدو  پر ویجاړوونکي اغیز خبرې وکړې او په افغانستان کې یې د کرونا ویروس د خپرېدو او روان سیاسي او خراب امنیتي وضعیت سربېره په یاده برخه کې له کړنو ستاینه وکړه او لاسته راوړنې یې د قناعت وړ وبللې.

ورپسې، د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي خبرې وکړې او د افغانستان پر اقتصادي موضوعګانو، د کرونا د ټولشموله ویروسڅخه د تېریدو پر حالت، د پولي سیاست د پلي کولو په ځانکړې توګه د لوی اقتصاد د مقداري موخو پر ټینګوالي او پیاوړتیا او نورو اقتصادي متغیرونو لکه انفلاسیون، د اداینو بیلانس، د هېواد پر اقتصادي وده او اسعاري زېرمو او همدارنګه د هېواد د مالي او بانکي نظام په برخه کې پر جوړښتي سمونونو هر اړخیز بحث وکړ.

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۷ - ۱۵:۲۷
Background image

د بیرغ د ملي ورځې په ویاړ د افغانستان بانک د سرپرست د مبارکۍ پیغام!

د افغانستان بانک د عالي شورا او مشرتابه پلاوي په استازولۍ د افغانستان عزتمند او با افتخاره ملت ته د بیرغ د ملي ورځې مبارکي وایم. ملي بیرغ؛ زمونږ د ملي یووالي، افتخار، اقتدار او ملي هویت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۷ - ۱۲:۱۹
Background image

د افغانستان بانک 52 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1400 کال د زمری 7 مه- د افغانستان بانک غواړي چې د 1400 کال د زمری میاشتې په 9 نېټه د شنبې په ورځ د داوطلبۍ په اوږدوکې شاوخوا 52 میلیونه امریکايي ډالره د یوې ازادې او رڼې پروسې له لارې. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۱۷:۱۷
Background image

د افغانستان بانک او د ولسمشرۍ ماڼۍ دملي پراختیا ادارې تر منځ د دوه اړخیز هوکړه لیک لاسلیک

۱۴۰۰ کال د زمری ۲ مه – د افغانستان بانک د هېواد د اساسي قانون د ۱۴ مادې د دویمې فقرې او د جلالتماب ولسمشر د فرمان پر بنسټ د دوامداره اقتصادي ودې او د سوداګریزو بانکونو له لوري هېوادوالو. . .

بېرته خبرونه ته