په بلخ ولسوالۍ کې د شمال او شمال ختیځ زونونو راټول شوي زاړه بانکنوټونه وسوځول شول

Mpoya
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۶ - ۱۶:۴۲
بانکنوتهای مندرس جمع آوری شدۀ زون شمال و شمال شرق در ولسوالی بلخ حریق گردید

۱۴۴۵ د جمادی الاول ۱۳ - د افغانستان بانک لومړی مرستیال ښاغلی نور احمد آغا بلخ ولایت ته د خپل سفر په دویمه ورځ د یاد ولایت بلخ ولسوالۍ ته ولاړ. د دې سفر موخه په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په پار په بلخ ولسوالۍ کې د زړو بانکنوټونو سوځول وو چې د افغانستان بانک د قانون د ۳۹ او ۴۲ مادو او اړوندې کړنلارې سره سم د ښاغلي نور احمد آغا په مشرۍ د ۵۳۸۳۹۱۰۰۰ افغانیو په ارزښت د شمال او شمال ختیځ زونونو راټول شوي زاړه بانکنوټونه د ګمارل شوي پلاوي تر څارنې لاندې له کره شمېرنې او کنټرول وروسته وسوځول شول. په دې بانکنوټونو کې د (۱۰۰۰،۵۰۰،۱۰۰،۵۰،۱۰،۵،۲،۱) افغانۍ انواعیې شاملې وې.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي نور احمد آغا وویل چې دا مندرس بانکنوټونه په بشپړه توګه زاړه او د چلښت وړ نه وو او اړتیا وه ترڅو وسوځول شي ځکه چې د پیسو شمېرنې په ماشینونو کې د شمېرلو جوګه نه وو او د راکړو ورکړو پرمهال یې د هېوادوالو په وړو او لویو معاملو کې ستونزې رامنځته کولې.

ښاغلي نور احمد آغا د خپلو خبرو په بله برخه کې وویل چې افغانۍ زموږ ملي پیسې او ملي هویت دی او له هېوادوالو څخه یې وغوښتل چې افغاني بانکنوټونه په غوره توګه وساتي او د ژر خرابېدو څخه یې مخنیوی وکړي.

باید وویل شي چې په دې پروسه کې د شمال زون آمر ښاغلي ضیا الرحمن مدني او د شمال ختیځ زون آمر ښاغلي عبدالولي حماد هم ګډون درلود.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه وخت په وخت د افغانۍ زاړه بانکنوټونه له بازار څخه راټولوي او په بدل کې یې هېوادوالو ته نوي بانکنوټه وېشي او د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې مندرس بانکنوټونه سوځوي.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۷:۱۳
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه جوړه شوه

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د افغانستان بانک د رئیس ښاغلي نور احمد آغا په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې بانک د عالي شورا مشر هم دی جوړه شوه.

د غونډې په پیل کې ښاغلي نور احمد آغا د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۶:۳۹
Background image

د افغانستان بانک پلاوي د کندهار زون څلور ولایتونو ته سفر وکړ

د افغانستان بانک یو پلاوي چې مشري یې د دې بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد کوله، سویل لویځ زون ته سفر وکړ او هلته یې د افغانستان بانک اړوند زون، نمایندګیو، سوداګریزو بانکونو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۷:۷
Background image

د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي د عزیزي بنسټ له بنسټګر سره ولیدل

د افغانستان بانک رئیس، ښاغلي نور احمد آغا او لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد د عزیزي بنسټ له بنسټګر ښاغلي میرویس عزیزي سره وکتل او د بانکي سکتور د لا پرمختګ په تړاو یې هر اړخیز بحث. . .

بېرته خبرونه ته