د افغانستان بانک پلاوي د کندهار زون څلور ولایتونو ته سفر وکړ

Mpoya
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۶:۳۹
د افغانستان بانک پلاوي د کندهار زون څلور ولایتونو ته سفر وکړ

د افغانستان بانک یو پلاوي چې مشري یې د دې بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد کوله، سویل لویځ زون ته سفر وکړ او هلته یې د افغانستان بانک اړوند زون، نمایندګیو، سوداګریزو بانکونو او صرافیو له فعالیتونو څخه لیدنه وکړه.

یاد پلاوی د خپل سفر په ترڅ کې د افغانستان بانک اړوند برخو (خزانو، مدیریتي چارو او اسنادو) او همدارنګه د سوداګریزو بانکونو او صرافیو د فعالیتونو څارنه او ارزونه وکړه. د لیدنو پر مهال د افغانستان بانک لومړي مرستیال مسؤلینو ته اړینې سپارښتنې او لارښوونې وکړې تر څو د خلکو لپاره غوره، چټک او شفاف بانکي خدمتونه وړاندې کړي.

یاد پلاوي د کندهار، هلمند، ارزګان او زابل ولایتونو څخه چې د دې زون تر ادارې لاندې راځي، مفصلې لیدنې ترسره کړې. په دې ترڅ کې یې له مسؤلینو سره د ستونزو او اړتیاوو په اړه خبرې وکړې او د حل لپاره یې مشخصې سپارښتنې وړاندې کړې.

د دې سفر په یوه بله برخه کې دې پلاوي د سپین بولدک له نمایندګۍ تر لیدنې وروسته په سرحدي سیمو کې د افغانۍ د ترویج او سوداګریزو راکړو ورکړو کې د سیمه‌ییزو اسعارو د کارونې د مخنیوي په موخه له مسئولینو سره ولیدل  او له مسئولینو یې وغوښتل چې په سوداګریزو راکړو ورکړو کې د افغانۍ د کارونې لپاره د افغانستان بانک له متحدالمالونو سره سم لازم تدابیر ونیسي.

همدارنګه، مجاهدینو ته د اسعارو د قاچاق د زیانونو په اړه معلومات ورکړل شول او له هغوی څخه غوښتنه وشوه چې په پوله کې د قاچاق د مخنیوي په برخه کې له د افغانستان بانک او اړوندو ادارو سره نږدې همکاري وکړي.

باید وویل شي چې په دغه سفر کې د افغانستان بانک د مرکزي زون آمر ښاغلي مولوي فضل الله متوکل، د ټولو ناظر ادارې مرستیال ښاغلي دکتور رقیب الله ابراهیمي او د بانکي او غیربانکي مالي مؤسساتو د څارنې د برخو استازو د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ملتیا کوله.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۵۸
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

ټولو درنو سوداګرو، شرکتونو او قراردادي بنسټونو ته خبر ورکول کېږي، هغه بانکي ضمانتونه چې د تېرې ادارې پر مهال د پروژو او قراردادونو د تضمین په موخه په بانکونو کې ایښودل شوي وو او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۶:۲۵
Background image

د افغانستان بانک پلاوي د شمال او شمال ختیځ زونونو څخه لیدنه وکړه

د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په مشرۍ یو پلاوي شمال او شمال خیتځ زونونو ته سفر وکړ او په دې زونونو کې یې د افغانستان بانک له نمایندګیو څخه لیدنه وکړه؛ دا سفر د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۵
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

په دې وروستیو کې داسې راپورونه ترلاسه شوي چې ځینې اشخاص په ورځنیو اقتصادي راکړو ورکړو کې د ۱، ۲  او ۵ افغانیو بانکنوټونو او سکو له اخیستلو څخه ډډه کوي. له همدې امله ټولو هېوادوالو ته. . .

بېرته خبرونه ته