مشرانو جرګې د یوې غونډې په ترڅ کې د افغانستان بانک د امنیتي کمرو د تخنیکي ستونزې د څرنګوالي په اړه بحث وکړ

Mpoya
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۸ - ۱۸:۴۹
 مشرانو جرګې د یوې غونډې په ترڅ کې د افغانستان بانک د امنیتي کمرو د تخنیکي ستونزې د څرنګوالي په اړه بحث وکړ

۱۳۹۹، د زمري ۸ ـ د افغانستان بانک د لوی ریاست سرپرست ښاغلي اجمل احمدي د افغانستان بانک د بانکي عملیاتو او خدماتو له عمومي آمرینو سره  د امنیتي کمرو د بندیدو په تړاو د معلوماتو د وړاندې کولو لپاره نن مشرانو جرګې ته وغوښتل شو.

د دې غوندې په اوږدو کې د مشرانو جرګې دویم نایب ښاغلي محمد اکبر ستانکزي له یو شمېر ښاغلو سناتورانو سره یو ځای په ځینو رسنیو کې د خپرو شویو خبرونو د صحت په اړه د افغانستان بانک له مشرتابه پلاوي څخه د معلوماتو غوښتنه وکړه.

د افغانستان بانک د لوی ریاست سرپرست ښاغلي اجمل احمدي په رسنیو کې د خپاره شويو راپورونود ناسم بللو ترڅنګ معلومات ورکړه چې د روان کال د چنګاښ د میاشتې په ۲ نېټه له غرمې وروسته ۵:۴۰ دقیقې یو شمېر محدودې امنیتي کمرې د تخنیکي ستونزې له امله له  فعالیته غورځیدلې وې؛ چې موضوع د پخواني دویم مرستیال، د خزانې مسئولینو، د خدماتو لوی آمر او د بانک د ټولو ناظر په حضور کې په هر اړخیزه توګه تر څېړنې لاندې نیول شوې چې د ټولو ناظر د ادارې د څېړنو پر بنسټ، د بانک خزانې او شتمنیو ته هیڅ ډول زیان نه دی رسیدلی.

د افغانستان بانک د ریاست سرپرست د بانک خزانه یو خوندي او محفوظ ځای وباله چې هغه ته لاسرسۍ د بانکي کړنلارو پر بنسټ کیږي او تل د څو ډوله داخلي او خارجې کمرو د څار لاندې وي.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۱ - ۱۲:۸
Background image

د افغانستان بانک 38 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

کابل، 1399 کال د تلې 1ـ د افغانستان بانک غواړي چې د 1399 کال د تلې میاشتې په 2 نېټه د چهارشنبې په ورځ د داوطلبۍ په اوږدوکې شاوخوا 38 میلیونه امریکايي ډالره د یوې ازادې او رڼې پروسې له. . .

دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۳۱ - ۱۵:۵۹
Background image

د ۱۳۹۹ مالي کال په اوږدو کې د افغانستان بانک د عالي شورا درېیمه نوبتي غونډه جوړه شوه

۱۳۹۹ کال د وږي ۳۰ مه – د افغانستان بانک عالي شورا چې د دې بانک د تصمیم نیولو تر ټولو غوره مرجع ده، نن یې د ۱۳۹۹ مالي کال درېیمه نوبتي غونډه تر سره کړه.

دا غونډه چې د افغانستان بانک د. . .

دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۷ - ۲۱:۱۸
Background image

د افغانستان بانک، افغان پُست او د افغانستان د بانکونو ټولنې ترمنځ له نمایندګۍ پرته د بانکي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د درې اړخیزه هوکړه لیک لاسلیکول

د ۱۳۹۹ کال د وږي د میاشتې په ۱۷ نېټه نن دوشنبې د افغانستان بانک، افغان پُست او د افغانستان د بانکونو ټولنې ترمنځ درې اړخیزه هوکړه لیک لاسلیک شو. د دې هوکړه لیک بنسټیزه موخه له نمایندګۍ. . .

بېرته خبرونه ته