د افغانستان بانک د لویدیځ زون په ځینو ښوونځیو کې د افغانۍ د دودولو په اړه د عامه پوهاوۍ پروګرام جوړ شو

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۷/۱۰/۳ - ۱۱:۲۴
DAB

د افغانستان بانک د افغانۍ د دودولو او ښه ساتلو بهیر په دوام کې دا ځل په لویدیځ زون کې د عامه پوهاوۍ پروګرام په لاره واچول.

په لویدیځ زون کې د افغانستان بانک استازې د دی پروګرام په ترڅ کې چې په تجربوي نارینه لیسه، فتح نارینه لیسه، امیر شیر علی ښځینه لیسه، جبرائیل نارینه او ښځینه لیسو، حوض کرباس نارینه او ښځینه لیسو، پل رنګینه نارینه لیسه او د هاتفی په ابتداییه کې په لاره اچول شوې وه د ا فغانۍ د کارولو اهمیت او په کورني معاملو کې د بهرنیو اسعارو د کارولو د زیانونو او د افغانۍ د ساتلو څرنګوالي په اړه خبرې وکړې  او له هغوي نه غوښتنه وکړه چې د افغانې د دودولو په بهیر کې چې یوه ملی پروسه ده د افغانستان بانک سره مرسته وکړي.

په ورته وخت کې دیادو  ښوونځیو استادان او زده کوونکې ژمنه وکړه چې د  خپلې په ورځنیو راکړو ورکړو کې افغانۍ چې زمونږ د ټولو افغانانو د ملي هویت نښه دی، وکاروي.

د  دی پروګرام د لارې اچونې په ترڅ کې د زده کوونکو دهڅوونې په موخه د افغانیو د ترویج په پیغامونو ښکلې شوې د ښوونځیو بکسې، د کوچنیانو لپاره معلوماتي کتابونه، کتابچې، د هېواد نقشې، ضرب زبانی، د کوچنیانو رسالې، خط کشونه، قلمونه وویشل شوې.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۶:۵۷
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د ازبکستان د مرکزي بانک له مرستیال سره وکتل

د ۱۴۴۸ کال د صفرالمظفر ۱۱ - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي بانک له مرستیال ښاغلي ابرار میرزا اولیموف سره وکتل.

په دې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۶:۵۹
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د افغانستان د تمویلاتو د تضمین بنسټ له مسئولینو سره وکتل

د افغانستان بانک د لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په مشرۍ د افغانستان د تمویلاتو د تضمین بنسټ (ای سي جي ایف)  له مرستیال ښاغلي ډرک جوزف ټیسن او مل پلاوي سره وکتل. د دې غونډه موخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۸:۳۳
Background image

د افغانستان بانک له شمال او شمال ختیځ زونونو څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۸ کال د محرم الحرام ۲۹- د افغانستان بانک په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه له شمال او شمال ختیځ زونونو څخه راټول شوي د ۱،۱۴۱،۶۶۰،۰۰۰ (یو میلیارد او یو سل و یو. . .

بېرته خبرونه ته