د افغانستان بانک ۱۳ میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي
![د افغانستان بانک ۱۳ میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي](/sites/default/files/2022-07/dabwebsite1_0.jpg)
۱۴۴۳ ذوالحجه ۲۲ مه - د افغانستان بانک غواړي چې د ۱۴۴۳ کال د ذوالحجه د میاشتې په ۲۴ نېټه (۱۴۰۱/۰۵/۰۱) د شنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې (۱۳) میلیونه امریکايي ډالره په لیلام ډول پلوري. د افغانستان بانک له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې په شرایطو برابروي، غوښتنه کوي، څو په دې داوطلبۍکې ګډون وکړي. د داوطلبۍ ګټوونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه پورې تصفیه کړي.
د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي، د داوطلبۍ ګټوونکي د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغد ډول په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.