د بانکي نظام د تینګښت په اړه ډاډ
د افغانستان بانک د هېواد د بانکي نظام د څارونکي او مقرراتي ادارې په توګه یو ځل بیا ګرانو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي چې بانکي نظام دوباره د ښه والي په لور روان دی او ډېر ژر به یې ټولې کړنې په عادي توګه پیل شي.
د نظام بدلون په ټولو هېوادونو کې یو اصل دی او بې له شکه د یو نظام په راتلو سره ناوړه ګټه اخیستونکي او مغرضه اشخاص د ستونزو د رامنځته کولو په هڅه کې وي. د افغانستان بانک مشر تابه پلاوی خپله ټوله هڅه کوي څو د بانکي نظام پر وړاندې شته ستونزې حل او ګرانو هېوادوالو ته ښه خدمتونه وړاندې کړي.
له همدې امله د خپلو ګرانو هېوادوالو له حوصلې او همکاریو څخه مننه کوو او ډاډ ورکوو چې بانکې نظام به د پخوا په پرتله د ښه ظرفیت په درلودلو سره په فعالیت پیل کوي او ټولې بانکي کړنې به په عادي توګه جریان پیدا کړي.