د تش بست خبرتیا
د خپریدو نېټه
د پای نیټه
د بست نوم: د زون د شبکې څارونکی (ارشد آفیسر)
آمریت: د معلوماتي ټکنالوژۍ لوی آمریت
ګریډ: (۷) اووم
د خبرتیا د پیل نېټه: ۱۴۴۶ د صفرالمظفر ۱۵
د خبرتیا د پای نېټه: ۱۴۴۶ د صفرالمظفر ۲۸
د ګمارنې ډول: دایمي
دندې او مسؤولیتونه:
• د شبکوي اړیکو ټینګول او د انټرنیټ او شبکې د غوره خدمتونو برابرول، نصبول، انسټالول او د ټولو اړوندو ښاري څانګو ټولو سیستمونو لپاره د معلوماتي ټکنالوژۍ د پالیسیو پلي کول؛
• پر خپل وخت د اړوندو زونونو د نمایندګیو او ښاري څانګو د شبکې او سیستم د ورځنیو ستونزو حلول؛
• د لا ښه فعالیت لپاره د اړوندو اووګونو زونونو د نمایندګیو او ښاري څانګو د کارونې وړ شبکې او سیستم، انټرنیټ، انټي ویروسونو او بېلابېلو اپلیکېشنونو څارل؛
• د شبکې د مدیریت سیستم د تخنیکي او مسلکي کارونو تنظیمول، برابرول او لیدل او د شبکې او انټرنیټ له خدماتي شرکتونو سره د همغږۍ درلودل؛
• د شبکې او سیسټم تنظیمول او ساتل، د ټولو پوستکالو (سافټویرونو) نصبول او د هغه ايډیټ ساتل او د سافټویرونو او انټرنیټ په برخه کې د کارکوونکو ستونزو ته رسېدنه؛
• د غوره انټرنیټي، شبکې او سیستم د خدمتونو وړاندې، د اووګونو زونونو له نمایندګیو او ښاري څانګو سره د ښې همغږۍ درلودل او د اړتیا په صورت کې د شبکې د زیربنا له مدیر سره همکاري کول؛
• د شبکې، سیستم او اړوندو سافټویرونو څارل، ترڅو معلومه شي چې آيا جوړ شوي تنظیمات په راتلونکي کې بدلونونو ته اړتیا لری یا نه؛
• د مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر له لارښوونو سره سم د مکتوبونو، وړاندیزونو، پوښتنلیکونو او نورو اداري لیکونو لیکل او په ټاکلي وخت یې د نورو پړاوونو ترسره کول؛
• په هارډ او سافت ډول په فایلونو او کارتنونو کې په سمه او منظمه توګه د رسمي لیکونو، وړاندیزونو، پوښتنلیکونو او داسې نورو اداري لیکونو لیکل، تنظیمول او ساتل؛
• د اړوند مدیریت د کړنو او لاسته راوړنو په اړه د اونیزو، میاشتنيو، ربعوار، کلنیو او د اړتیا په صورت کې د کړنو د پرمختګ په اړه د راپورونو راټولول، توحیدول او ترتیبول؛
• د کاري پلانونو ترتیبول او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپور وړاندې کول؛
• د نورو ټولو هغو دندو او مسئولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو، لارښوونو او د لوړ پوړي مقام د لارښوونې پر بنسټ له لایحې او مقررو سره سم ورسپارل کېږي.
د بست اړین شرایط:
د زده کړې درجه او رشته: د کمپیوټر ساینس او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې لیسانس.
تجربه: لږ تر لږه د دندې اړوند دوه (۲) کلنه کاري تجربه.
مهارتونه او وړتیاوې:
له ملي ژبو او انګلیسي زبې سره بلدتیا، د مدیریتي مهارتونو درلودل، په خبرو کې فصاحت او بلاغت، د دندې د محرمیت ساتل، له بانکي قوانینو او مقررو سره بلدتیا، د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا، د کاري مسئولیت پوهه او درک او په کاري ساحه کې د ستونزو پېژندل، د مرکزي بانک د دندو او موخو په اړه پوهه درلودل، د کمپیوټر پروګرامونو او له نورو ټیکنالوژیکي اجزاوو( CCNA,N+,MCSE, A+) سره بلدتیا.
شخصي صفتونه او ارزښتونه:
رښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، دسپلین لرونکی، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.
یادونه:
درخواست کوونکی کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست وټاکي او غوښتل شوي سندونه دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.
د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.
د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.