د تش بست خبرتیا

Mpoya
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳۱ - ۱۷:۴۱
د تش بست خبرتیا د بست نوم:  د زون د شبکې څارونکی (ارشد آفیسر) آمریت: د معلوماتي ټکنالوژۍ لوی آمریت ګریډ: (۷) اووم د خبرتیا د پیل نېټه: ۱۴۴۶ د صفرالمظفر  ۱۵      د خبرتیا د پای نېټه: ۱۴۴۶ د صفرالمظفر ۲۸  د ګمارنې ډول: دایمي دندې او مسؤولیتونه: • د شبکوي اړیکو ټینګول او د انټرنیټ او شبکې د غوره خدمتونو برابرول، نصبول، انسټالول او د ټولو اړوندو ښاري څانګو ټولو سیستمونو لپاره د معلوماتي ټکنالوژۍ د پالیسیو پلي کول؛ • پر خپل وخت د اړوندو زونونو د نمایندګیو او ښاري څانګو د شبکې او سیستم د ورځنیو ستونزو حلول؛ • د ل

تاریخ نشر

تاریخ ختم

د بست نوم:  د زون د شبکې څارونکی (ارشد آفیسر)

آمریت: د معلوماتي ټکنالوژۍ لوی آمریت

ګریډ: (۷) اووم

د خبرتیا د پیل نېټه: ۱۴۴۶ د صفرالمظفر  ۱۵    

د خبرتیا د پای نېټه: ۱۴۴۶ د صفرالمظفر ۲۸

د ګمارنې ډول: دایمي

دندې او مسؤولیتونه:

• د شبکوي اړیکو ټینګول او د انټرنیټ او شبکې د غوره خدمتونو برابرول، نصبول، انسټالول او د ټولو اړوندو ښاري څانګو ټولو سیستمونو لپاره د معلوماتي ټکنالوژۍ د پالیسیو پلي کول؛

• پر خپل وخت د اړوندو زونونو د نمایندګیو او ښاري څانګو د شبکې او سیستم د ورځنیو ستونزو حلول؛

• د لا ښه فعالیت لپاره د اړوندو اووګونو زونونو د نمایندګیو او ښاري څانګو د کارونې وړ شبکې او سیستم، انټرنیټ، انټي ویروسونو او بېلابېلو اپلیکېشنونو څارل؛

• د شبکې د مدیریت سیستم د تخنیکي او مسلکي کارونو تنظیمول، برابرول او لیدل او د شبکې او انټرنیټ له خدماتي شرکتونو سره د همغږۍ درلودل؛

• د شبکې او سیسټم تنظیمول او ساتل، د ټولو پوستکالو (سافټویرونو) نصبول او د هغه ايډیټ ساتل او د سافټویرونو او انټرنیټ په برخه کې د کارکوونکو ستونزو ته رسېدنه؛

• د غوره انټرنیټي، شبکې او سیستم د خدمتونو وړاندې، د اووګونو زونونو له نمایندګیو او ښاري څانګو سره د ښې همغږۍ درلودل او د اړتیا په صورت کې د شبکې د زیربنا له مدیر سره همکاري کول؛

• د شبکې، سیستم او اړوندو سافټویرونو څارل، ترڅو معلومه شي چې آيا جوړ شوي تنظیمات په راتلونکي کې بدلونونو ته اړتیا لری یا نه؛

• د مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر له لارښوونو سره سم د مکتوبونو، وړاندیزونو، پوښتنلیکونو او نورو اداري لیکونو لیکل او په ټاکلي وخت یې د نورو پړاوونو ترسره کول؛

• په هارډ او سافت ډول په فایلونو او کارتنونو کې په سمه او منظمه توګه د رسمي لیکونو، وړاندیزونو، پوښتنلیکونو او داسې نورو اداري لیکونو لیکل، تنظیمول او ساتل؛

• د اړوند مدیریت د کړنو او لاسته راوړنو په اړه د اونیزو، میاشتنيو، ربعوار، کلنیو او د اړتیا په صورت کې د کړنو د پرمختګ په اړه د راپورونو راټولول، توحیدول او ترتیبول؛

• د کاري پلانونو ترتیبول او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپور وړاندې کول؛

• د نورو ټولو هغو دندو او مسئولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو، لارښوونو او د لوړ پوړي مقام د لارښوونې پر بنسټ له لایحې او مقررو سره سم ورسپارل کېږي.

د بست اړین شرایط:           

د زده کړې درجه او رشته: د کمپیوټر ساینس او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې لیسانس.

تجربه: لږ تر لږه د دندې اړوند دوه (۲) کلنه کاري تجربه.

مهارتونه او وړتیاوې:

 له ملي ژبو او انګلیسي زبې سره بلدتیا، د مدیریتي مهارتونو درلودل، په خبرو کې فصاحت او بلاغت، د دندې د محرمیت ساتل، له بانکي قوانینو او مقررو سره بلدتیا، د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا، د کاري مسئولیت پوهه او درک او په کاري ساحه کې د ستونزو پېژندل، د مرکزي بانک د دندو او موخو په اړه پوهه درلودل، د کمپیوټر پروګرامونو او له نورو ټیکنالوژیکي اجزاوو( CCNA,N+,MCSE, A+) سره  بلدتیا.

شخصي صفتونه او ارزښتونه:

رښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، دسپلین لرونکی، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.

یادونه:

درخواست کوونکی کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست وټاکي او غوښتل شوي سندونه دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.

د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.

د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.