د تش بست خبرتیا

د خپریدو نېټه
د پای نیټه
د بست ځانګړتیاوې
د بست نوم: د کیفیت د تضمین پلټونکی (معلوماتي ټکنالوژۍ)
آمریت: د ټولو ناظر اداره
ګرېډ: اتم (8)
د پیل نېټه: 25 ربیع الاول 1446
د پای نېټه :8 ربیع الثانی 1446
د ګمارنې ډول: دایمي
د دندې لایحه:
• د عمومي پلان سره سم د میاشتني، ربعوار او کلني کاري پلان پلي کول او د اړتیا په صورت کې د مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر اړوند اداري او تقنیني سندونو په تعدیل کې همکاري کول
• د داخلي پلټنې د قوانینو، مقرراتو، لایحو او پالیسیو پلي کول او د دې برخې له نورو همکارانو سره همغږي کول
• د ټولو ناظر او یا د ټولو ناظر مرستیال ته د راپور وړاندې کولو دمخه د پلټنې د ټیمونو د راپورونو بیاکتنه کول او سمول
•د اړوندو قوانینو، مقرراتو، لایحو او کړنلارو سره سم د پلټنې د ټیمونو د مشاهدو، احتمالي خطرونو او سپارښتنو تعقیبول
• د چارو په ترسره کولو کې د اړوندو قوانینو، مقرراتو او لایحو سره سم، د افغانستان بانک د عامل پلاوي او عالي شورا د تصویبونو له پلي کولو ډاډ ترلاسه کول
د داخلي پلټنې د اجراآتو د اغیزمنتوب زیاتولو لپاره د پلټنې وسیلو (Audit Tools) تر لاس لاندې نیول او کارول او د ټکنالوژۍ کارول.
• د کړنو د سنجش معیارونو (Performance Metrics) او د داخلي پلټنې فعالیت پلي کول او ترې دوامداره څارنه کول
• د کیفیت د تضمین احصایوي اسنادو ترلاسه کول او راټولول
• د نړیوالو معیارونو، نافذه قوانینو، کړنلارو، د عامل پلاوي او د عالي شورا تصویبونو سره سم د معلوماتي ټکنالوژۍ بیاکتنې راپورونه په وخت سره تجزیه او تحلیلول
له دې ډاډ ترلاسه کول چې د پلټنې د موندنو په اړه د د اړوند آمریت ژمنتیا/د قبولۍ نظر ترلاسه شوی او د راپور له مسودې سره ضم دی
د معلوماتي ټکنالوژۍ د پلټنې ترلاسه شویو راپورونو د مسودې لومړنۍ اغېزناکه بیاکتنه او د معلوماتي ټکنالوژۍ د پلټنې راپورونو د نیمګړتیاوو پوره کولو لپاره د اړوند ټیم سره همغږي کول
• د معلوماتي ټکنالوژۍ د پلټنې راپورونو د بډاینې او کیفیت ښه کولو لپاره ګټورې، مسلکي او تخنیکي مشورې چمتو کول او د تخنیکي اصلاحي نظریاتو او معقولو وړاندیزونو وړاندې کول
• د مکتوبونو، وړاندیزونو، استعلامونو او نورو اداري مکتوبونو لیکل او تعقیبول او په ټاکلي وخت د مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر له لارښوونې سره سم یې د مراحلو طی کول
• په فایلونو او کارتنونو کې په کره او منظمه توګه په هارډ او سافټ کاپي کې د مکتوبونو، وړاندیزونو، استعلامونو او نورو اداري لیکونو تنظیمول او ساتل
• د کاري پلانونو ترتیبول او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپور وړاندې کول
• د نورو هغو دندو او مسؤلیتونو تر سره کول چې د کړنلارو، لارښوونو او پورتني مقام د هدایت پر بنسټ د لایحې او مقرراتو سره سم سپارل کیږي.
د بست اړین شرایط:
د زده کړې درجه او رشته: په کمپیوټر ساینس، معلوماتي ټکنالوژۍ، معاصرې ټکنالورۍ او معلوماتي سیستمونو کې لیسانس او په پورتنیو برخو کې د ماسټرۍ درجې یا CISA ، CISM، CISSP ته لومړیتوب ورکول کیږي.
تجربه: د دندې اړوند درې (۳) کلنه کاري تجربه
مهارتونه او وړتیاوې: له ملي ژبو او انګلیسي سره بلدتیا، د کمپیوټري پروګرامونو او بانکي سیستمونو سره بلدتیا، د معلوماتي ټکنالوژۍ عمومي کنټرول (ITGCs)، د اپلیکیشن کنټرولونو، د معلوماتي ټکنالوژۍ سیستمونو، د معلوماتو تحلیل او سایبري امنیت، د وینډوز مختلفو خدمتونو سره بلدیت درلودل، د بانکوالۍ اساسي سیستم (CBS)، د سیستمونو امنیت، په سیستمونو برېدونو کېدلو، پر معلوماتي ټکنالوژۍ متمرکز فعالیت پلټنې، د معلوماتي ټکنالوژۍ ځانګړې څیړنې او مطالعات، تقنیني پلټنې/د معلوماتي ټکنالوژۍ درغلیو کشف، د ISO 31000 او ISO 27K COBIT 2019 نړیوالو چوکاټونو او د هغې اړوندو معیارونو سره بلدتیا، د مدیریتي مهارتونو درلودل، د بانکي قوانینو او مقرراتو سره بلدیت، د کاري مسؤلیت درک کول او په کاري ساحه کې د ستونزو پیژندل، په وینا کې فصاحت او بلاغت، د مرکزي بانک د دندو او موخو په اړه پوهه درلودل، د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا، د پروپوزلونو د لیکلو او د پروژو د مدیریت کولو وړتیا، د عملیاتي چارو سره بلدتیا، د دندې اړوند محرمت ساتل
شخصی صفتونه او ارزښتونه:
صادق، د نیک چلند خاوند، د متقابل درناوي درلودونکی، نوښتګر، بادسپلین، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار کولو ته لېواله، همکار، مسؤلیت منونکی، تصمیم نیونکی او په کاري برخه کې مسلکي
یادونه: په شرایطو برابر کسان کولای شي د ټاکل شوې دندې په ذکر کولو سره د دندې د غوښتنلیک سره یوځای خپله (CV)، د تذکرې رنګه کاپي او دیپلوم یا ترانسکریپټ د پي ډي اف (pdf) په بڼه دغه برېښنالیک dab.jobs@dab.gov.af ته ولېږي.
د ازموینې د اخیستلو لپاره یواځې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.
د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.