د تش بست خبرتیا

Mpoya
شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۹ - ۱۵:۵۷
د تش بست خبرتیا

د خپریدو نېټه

د پای نیټه

د دندې عنوان: د CBS او ERP د څیړنې او پراختیا مدیر

آمریت: د مالي او محاسبې لوی آمریت 

گریډ: اتم (۸)

د پیل نیټه : ۱۴۴۶ د جمادی الاول ۵

د پای نیټه : ۱۴۴۶د جمادی الاول ۲۱

د ګمارنې: دایمي

دندې او مسوولیتونه:

• د اړوندو کارکوونکو د کړنو مدیریت، مشري، څارنه، کنترول او ارزونه، د کار د ښه والي لپاره د هڅونې رامنځته کول، د کار مؤثریت او تولید زیاتول، د روزنیزو اړتیاوو ټاکل او د هغوی د ظرفیت لوړول.

• د مستقیم مدیر سره د تقنيني او اداري اسنادو لکه مقررو، لوایحو، پلانونو، ستراتیژیانو، تګلارو، د کارکوونکو د دندو لایحو ، کاري کړنلارو او د مالي او محاسبې لوی آمریت فورمو په طرحه، تسوید، تعدیل او طی مراحلو کې همکاري.

• د کار د اغېزمنتیا او ګټورتوب د زیاتوالي لپاره د فعالیتونو د ښه کولو د هڅونې رامنځته کول؛ 

• د پروژو په پلان او تطبیق کې له مستقیم مدیر سره همکاري؛ 

• د کار د بهیر د اسانتیا په موخه له اړوندو څانګو سره اړیکه او همغږي؛ 

• د موجوده محصولاتو د ښه کولو او د نوو بانکي سیستمونو د محصولاتو د څیړنې لپاره د څېړنیزو پروګرامونو پراختیا؛ 

• د محصولاتو د مسلکي موضوعاتو او د هغوی د تخنیکي پراختیا په اړه لوړ پوړو مدیرانو ته راپور ورکول؛ 

• د SSRS په کارولو سره د SQL راپورونو طرحه، ترتیب او ازموینې؛ 

• د کارکوونکو د تخنیکي او CBS سیسټم اړوند ستونزو حل کول؛ 

• د CBS سیستم د څېړنې او آزموینې اړخونو څارنه؛ 

• د CBS سیسټم د ازمایښتي پروګرامونو پروسه څارل؛ 

• د داخلي کارکوونکو او وروستيو کاروونکو سره د سیسټم فعالیت تاییدول؛ 

• د UAT: User Acceptance Test پروسې رهبري او مدیریت؛ 

• د نوي سافټویرونو د نصب او آنلاین زده کړو دایرولو په اړه د بانک کارکوونکو لپاره د روزنیزو پروګرامونو طرحه او تطبیق؛ 

• د مالي او محاسبې، بانکي عملیاتو، اداینو، بشري سرچینو او نورو اړوندو آمریتونو سره په سپارل شوو چارو کې همکاري او همغږي؛ 

• د څېړنیزو او پراختیايي پروګرامونو لپاره د بودیجې ترتیب او د لګښتونو وړاندوینه؛ 

• د CBS پروګرامونو د خدمتونو په ښه والي او ثبات ټینګار؛ 

• د اړوند ټیم غړو ته لارښوونه او همکاري؛ 

• له داخلي او بهرنیو پلټونکو سره همکاري او همغږي؛

• د کاري پلانونو ترتیب او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپور وړاندې کول؛

• د نورو هغو دندو او مسئولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو، لارښوونو او د لوړو مقاماتو له هدایاتو سره سم د لایحې او مقرراتو له مخې سپارل کېږي.

د زده کړې درجه:

• د کمپیوټر ساینس، مالي ټکنالوژۍ، مدیریت، MCS, BCS, Database Development, Application Development   په برخه کې لږ تر لږه د لیسانس درلودل.

تجربه:

•د دندې اړوند (3) کاله کاري تجربه.

مهارتونه او وړتیاوې:

د هیواد له رسمي ژبو او انګلیسي ژبې سره بلدتیا، د کمپیوټري پروګرامونو او بانکي سیستمونو سره بلدتیا، د کاري مسئولیت پوهه او درک او په کاري ساحه کې د ستونزو پېژندل، دګروپي کار سره بلدتیا، د دندې د محرمیت ساتل، د FinTech Certification درلودل او د Virmati Software سره بلدتیا.

شخصي صفتونه او ارزښتونه:

 رښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، ډسپلین لرونکی، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.

یادونه:

• درخواست کوونکی کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست وټاکي او غوښتل شوي سندونه دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.

• د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.

• د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies