د ګډو اقتصادي پروګرامونو د پلي کېدو په اړه د پیسو له نړیوال صندوق سره د غونډې جوړېدل
۱۳۹۹ د کب ۲۰ مه – د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي د ویدیو کنفرانس له لارې د پیسو د نړیوال صندوق پلاوي ته د ګډو اقتصادي پروګرامونو د پلي کېدو د څرنګوالي او پرمختګ په تړاو معلومات وړاندې کړل.
د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې دواړو خواوو، د جوړښتي اصلاحاتو پر دوام، د لوی اقتصاد پر پیاوړتیا او د پالیسیو پر پراختیا په راتلونکو کلونو کې د هېواد د اقتصادي ودې او پراختیا، د انفلاسیون په کموالي، د اسعارو په نرخ، د سیمهایزو همکاریو پر پیاوړتیا، بېوزلۍ کمولو او یو شمېر نورو مهمو موضوعګانو په تړاو خبرې اترې وکړې.
همدا ډول، د پیسو نړیوال صندوق او افغان لوري د مالي او اقتصادي ټیکاو د رامنځته کېدو په موخه پر یو شمېر اقتصادي شاخصونو باندې بحث او په دې برخه کې د یو بل په همکاریو ټینګار وشو.