د ۱۴۰۰ مالي کال په اوږدو کې د افغانستان بانک د عالي شورا د دویمې غونډې جوړیدل

Mpoya
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۳ - ۱۴:۲
د ۱۴۰۰ مالي کال په اوږدو کې د افغانستان بانک د عالي شورا د دویمې غونډې جوړیدل

۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۱۳ ـ د افغانستان بانک عالي شورا چې د دې بانک د تصمیم نیولو تر ټولو غوره مرجع ده، نن یې د ۱۴۰۰ مالي کال دویمه نوبتي غونډه جوړه کړه.

دا غونډه د افغانستان بانک د لوی ریاست د سرپرست ښاغلي اجمل احمدي په مشرۍ او د افغانستان بانک د عالي شورا د نورو غړو به ګډون له لرې واټن څخه په انلاین ډول جوړه شوې.

په  دې غونډه کې د افغانستان د اقتصادي وضعیت، د پولي سیاست د پلي کېدو د څرنګوالي، د بانکي نظام د کړنو او د هغه د څارنې، د هېواد د غیر بانکي سکتور د پراختیا او میکانیزه کولو، د اداینو د برېښنايي کولو د بهیر د چټکتیا، د بانکوالۍ سکتور د پراختیا او د افغانستان بانک اړوند د یو شمېر اداري موضوګانو په تړاو بحث او نظرونه تبادله شول او د افغانستان بانک د قانون د حکمونو په رڼا کې لازمې پرېکړې وشوې.

د یادونې وړ ده چې د بانک د عالي شورا د دې غونډې په اوږدو کې د بانک شعبو لپاره دوه نوې کاري کړنلارې هم منظوره شوې او د مخکې منظوره شویو کړنلارو له ډلې په ځینو برخو کې تعدیل شوې ۱۸ کاري کړنلارې د بیا لپاره منظورې شوې.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۶:۵۷
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د ازبکستان د مرکزي بانک له مرستیال سره وکتل

د ۱۴۴۸ کال د صفرالمظفر ۱۱ - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي بانک له مرستیال ښاغلي ابرار میرزا اولیموف سره وکتل.

په دې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۶:۵۹
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د افغانستان د تمویلاتو د تضمین بنسټ له مسئولینو سره وکتل

د افغانستان بانک د لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په مشرۍ د افغانستان د تمویلاتو د تضمین بنسټ (ای سي جي ایف)  له مرستیال ښاغلي ډرک جوزف ټیسن او مل پلاوي سره وکتل. د دې غونډه موخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۸:۳۳
Background image

د افغانستان بانک له شمال او شمال ختیځ زونونو څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۸ کال د محرم الحرام ۲۹- د افغانستان بانک په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه له شمال او شمال ختیځ زونونو څخه راټول شوي د ۱،۱۴۱،۶۶۰،۰۰۰ (یو میلیارد او یو سل و یو. . .

بېرته خبرونه ته