رسنیزه اعلامیه
۱۳۹۹ د سلواغې ۱۴
دا اعلامیه د افغانۍ په نویو بانکنوټونو کې د افغانستان بانک د ټولو ریاست د سرپرست د لاسلیک په اړه د ګنګوسو د خپریدو په غبرګون کې خپریږي.
د افغانستان درنو خلکو ته خبر ورکول کیږي چې د افغانۍ په نویو بانکنوټونو کې د افغانستان بانک د ټولو ریاست د سرپرست ښاغلي اجمل احمدي لاسلیک نه دی شوی، بلکه د بانک د پخواني سرپرست ښاغلي واحدالله نوشیر په لاسلیک چاپ کیږي.
په پام کې وه چې د افغانستان بانک سرپرست ښاغلی اجمل احمدي د شوي قرارداد پر بنسټ په بانکنوټونو کې د لاسلیک په موخه نه، بلکه د بانکنوټونو د چاپ له ساحې څخه د لیدنې په موخه پولنډ ته سفر وکړي.
یاد سفر د ولسي جرګې د درنو غړو د اندیښنو له امله، د افغانستان بانک د رهبرۍ لخوا لغوه شو.