هېواد ته د ۴۰ میلیونه نغدو امریکایي ډالرو د بشري مرستې را رسېدل

Mpoya
دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۱ - ۱۶:۲۳
هېواد ته د ۴۰ میلیونه نغدو امریکایي ډالرو د بشري مرستې را رسېدل

۱۴۴۴ صفر المظفر ۱۵ مه - افغانستان ته د مرسته کوونکو هېوادونو د بشرپاله مرستو په لړ کې نن د څلوېښت میلیونه امریکایي ډالرو نغده کڅوړه را ورسېده او یو سوداګریز بانک ته وسپارل شوه.

د افغانستان بانک هېواد ته له قانوني او اصولي لارو د اسعارو له راتګ هر کلی کوي او د نړیوالې ټولنې له مرستو د مننې ترڅنګ له دې ټولنې غواړي چې په نورو برخو کې هم له افغانستان سره تعامل او همکاري ولري.

د افغانستان بانک مشرتابه په دې باور دی چې د بانکي سکتور له لارې د بشرپاله مرستو تر سره کول روڼتیا رامنځته کوي او خلکو ته مرستو د رسولو په برخه کې آسانیتاوې راولي.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۱۵ - ۱۳:۱۵
Background image

افغانستان ته د ۴۰ میلیونه ډالرو د بشري مرستو  بله کڅوړه را ورسېده

۱۴۴۴ جمادي الاول ۱۲ مه -  افغانستان ته د ۴۰ میلیون ډالرو نغدي بشري مرستې بله کڅوړه را ورسېده او په کابل کې یو سوداګریز بانک ته و سپارل شوه. دا په روانه اونۍ کې دویمه کڅوړه ده چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۱۵ - ۱۰:۵۸
Background image

د افغانستان بانک 16 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1444 جمادی الاول 12 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1444 کال د جمادی الاول د میاشتې په 13 نېټه (16/09/1401) د  چهار شنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې تر (16) میلیونه امریکايي ډالرو پورې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۴ - ۱۱:۴۵
Background image

فغانستان ته د ۴۰ میلیون ډالرو نغده د بشري مرستې کڅوړه را ورسېده

۱۴۴۴ جمادي الاول ۱۱ مه -  افغانستان ته د ۴۰ میلیون ډالرو نغدي بشري مرستې کڅوړه را ورسېده او په کابل کې یو سوداګریز بانک ته و سپارل شوه.

د افغانستان بانک د هر هغه اصولي اقدام چې هېواد. . .

بېرته خبرونه ته