د تش بست خبرتیا

Mpoya
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۷:۱
د تش بست خبرتیا

د خپریدو نېټه

د پای نیټه

د دندې عنوان: د شپې شفټ د شبکې ارشد آفیسر

آمریت: د معلوماتي ټکنالوژۍ لوی آمریت

گریډ: اووم (۷)

د پیل نېټه: ۱۴۴۷ د رجب المرجب ۲۰

د پای نېټه: ۱۴۴۷د شعبان المظم  ۴

د ګمارنې ډول: دایمي

دندې او مسوولیتونه:

د سیسکو سویچونو، سیسکو روټرونو، د   ASAاو   Cyber roamفایروالونو، Update operating server system  او د افغانستان بانک په مرکزي دفتر، ښاري څانګو او اوه ګونو زونونو کې د شبکې اړوند نورو برخو کانفیګریشن؛

د مرکزي دفتر، زونونو او ولایتي نمایندګیو د هغه دفترونو د شبکې او انټرنیټ تخنیکي ستونزو ته رسېدنه او د هغې حل کول چې د شپې له خوا فعالیت کوي؛

 د افغانستان بانک د شبکې مدیریت د تخنیکي او مسکلي کارونو تنظیم او ترتیب او د شپې له لورې د تخنیکي ستونزو د حل په موخه د شبکوي او انټرنیټي خدماتي شرکتونو سره د اړیکې ساتل؛

 د مرکز او نمایندګیو د داخلي AVAYA تیلیفون د سیستم کانفیګریشن او انسټالیشن؛

د مستقیم مدیر په همغږۍ او همکارۍ د انټرنیټ او شبکې د غوره خدمتونو فعاله ساتل؛

د مستقیم مدیر په همغږۍ او د کاري مسوولیت په ساتنه د شفټ اړوند چارو تسلیمي اخیستل او ورکول؛

د مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر په لارښوونه د اداري مکتوبونو، وړاندیزونو، استعلامونو او نورو اداري لیکونو لیکل او پر ټاکلي وخت د هغې طی مراحل ترسره کول؛

په دقیق او منظم ډول د هارډ او سافټ کاپي په بڼه په دوسیو او کارتنونو کې د مکتوبونو، وړاندیزونو، استعلامونو او نورو اداري لیکونو تنظیم او ساتنه؛

د اړوند مدیریت د فعالیتونو د پرمختګ او لاسته راوړنو څخه د اوونیزو، میاشتنیو، ربعوار، کلنیو او د اړتیا پر مهال راپورونو راټولول، یوځای کول او ترتیب؛

د کاري پلانونو ترتیب او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپور وړاندې کول؛

د نورو هغو دندو او مسوولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو، لارښوونو او د لوړو مقاماتو له لارښوونې سره سم د لایحې او مقرراتو له مخې سپارل کېږي.

د زده کړې درجه:

 د کمپیوټر ساینس او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخو کې د لیسانس درلودل

تجربه:

د دندې اړوند (2) کاله کاري تجربه

مهارتونه او وړتیاوې

د هېواد په رسمي ژبو او انګلیسي ژبې بلدتیا

د مدیریتي مهارتونو درلودل

په خبرو کې فصاحت او بلاغت

د بانکي قوانینو او مقرراتو سره بلدتیا

د لیکونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکنې وړتیا

د بانکي سیستمونو سره بلدتیا

د کاري مسوولیتونو درک او په کاري ساحه کې د ستونزو پېژندنه

د دندې محرمیت ساتنه

د افغانستان بانک د موخو او دندو څخه پوهاوی

د نیټورک مانیټورنګ او سرور مانیټورنګ ټولز سره بلدتیا

د کمپیوټري پروګرامونو او نورو ټکنالوژیکي برخو  CCNP, CCNA,N+ AVAYA IP Phone, Cyber roam Firewallسره بلدتیا

شخصي صفتونه او ارزښتونه

 رښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، ډسپلین لرونکی، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسوولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.

یادونه:

درخواست کوونکي کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښې بست وټاکي او غوښتل شوي سندونه دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.

د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.

د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies