د ټولو ناظر اداره

بنسټلیک (اساسنامه)

د افغانستان بانک قانون (21) ماده د افغانستان بانک په اډانه کې د ټولو ناظر د ادارې (د داخلي پلټنې ادارې) رامنځته کول او د ټولو ناظر ټاکل تصریح کوي.

لرليد

په يوې عصري، اغېزناکې او ظرفيت لرونکې ادارې باندې د ټولو ناظر ادارې بدلول، تر څو وکولای شي د افغانستان بانک ټولې کړنې په خپلواکه توګه وپلټي.

ماموريت

د ټولو ناظر ادارې ماموريت د نړيوالو اغېزناکو معيارونو پر بنسټ د بې پلوه، خپلواکو او عيني مشورو وړاندې کول دي چې د افغانستان بانک د داخلي کنټرول سيستم او د کاري چارو کيفيت د لوړولو په موخه طرحه شوی دی.

موخه

د ټولو ناظر ادارې بنسټیزه موخه د افغانستان بانک د چارو د ارزښت لوړونې او پياوړتيا لپاره د باوري او بې پلوه معلوماتو وړاندې کول دي.

دندې او مسئوليتنونه

د ټولو ناظر ادارې دندې د افغانستان بانک قانون په (21) ماده کې ځانګړې شوي دي. د داخلي کنټرول د سيستم او د کړنو د کیفیت (د فعاليتونو، پروګرامونو او پروژو) ارزونه او پلټنه د ټولو ناظر ادارې له دندو او مسئوليتونو څخه ګڼل کيږي، چې په لاندې ډول توضیح کیږي:

د مالي او عملياتي معلوماتو له باور او سمون څخه ډاډ ترلاسه کول؛

له قوانينو، مقررو، لارښودونو، پلانونو او کړنلارو سره سم د کړنو له ترسره کولو څخه ډاډ ترلاسه کول؛

د افغانستان بانک د فزيکي شتمنيو له شتون، پاملرنې او ساتنې څخه ډاډ ترلاسه کول او د هغوی فزيکي موجودي کول؛

د خطرونو له سمې پېژندنې او د بانک له ټولو مهمو کړنو څخه د خطرونو د ارزونې له ترسره کولو څخه ډاډ ترلاسه کول؛

له ټاکل شوو موخو سره د پایلو له تطبیق او همدا راز د هغوی له کاري پلانونو سره سم د شته کړنو له پلي کولو څخه د ډاډ ترلاسه کولو په موخه د بانک د ټولو شعبو د کړنو بیاکتنه او پلټنه؛

په اغېزناکه او ګټوره توګه د کړنو له ترسره کولو څخه ډاډ ترلاسه کول او د بانکي خدمتونو په وړاندې کولو کې د کړنو په اغېزناکتیا باندې ټينګار کول؛ او

د نورو هغو مواردو ترسره کول چې د افغانستان بانک قانون په (21) ماده کې ترې يادونه شوې ده.

اداري جوړښت

د داخلي پلټنې دفتر د ټولو ناظر تر مستقيم مديريت لاندې فعاليت کوي او د ټولو ناظر د افغانستان بانک د عالي شورا د پلټنې کمېټې ته وظيفوي او د رياست مقام ته اداري راپور ورکوي. د ټولو ناظر اداره د خپلو کړنو د پرمخ بيولو په موخه لاندې برخې لري:

۱- د پلټنې ټيمونه

۲- د کيفيت د ډاډمنتیا برخه

۳- د پلټنې (تفتیش) برخه

۱- د پلټنې ټيمونه

اوس مهال د ټولو ناظر اداره د پلټنې اته ټيمونه لري چې لاندې دندې ترسره کوي:

په لوړه کچه د پلټنې ترسره کول (د نمونې په توګه)؛

د داخلي پلټنې د کلني کاري پلان د جوړولو لپاره د مهمو معلوماتو وړاندې کول؛

د پلټنې غړو ته د ښوونيزو پروګرامونو او د څارنې د لارښودونو برابرول؛

د پلټنې د غړو په مديريت او همداراز د داخلي پلټنې د اړوندو دندو په پلانولو، تنظیمولو او کنټرولولو کې د ټولو ناظر او یا د هغه له مرستيال سره مرسته کول؛

د نوو ګمارل شوو غړو د کړنو په ارزونه او زده کړه کې مرسته کول او همدارنګه د هغوی په کړنو کې د ستونزو د پېژندلو او لمنځه وړلو په موخه د اصلاحي کړنو ترسره کول؛

د افغانستان بانک په خطر لرونکو برخو کې د خطرونو پېژندل او ارزول او د پلټنې د پلان لپاره د مهمو معلوماتو برابرول؛

تر پلټنې لاندې شعبو اړوندو سندونو د برابرولو، د شواهدو د شنلو، د پلټنې معيارونو د ټاکلو او د موضوعاتو د پېژندلو په ګډون د داخلي پلټنې د کړنلارو برابرول؛

د مرکو په ترسره کولو، د سندونو په بيا کتلو، د سروې ګانو په طرحې او پلي کولو او د مکتوبونو په ليکلو او د کاري پاڼو په ترتيبولو کې د پلټنې غړو ته لارښوونه کول؛

د داخلي پلټنې د موضوعاتو او وړانديزونو په طرحه کولو، پېژندلو او مستند کولو کې د پلټنې غړو ته لارښوونه کول؛

په کتبي (راپورونو) او شفاهي (وړاندیزونو) بڼه د داخلي پلټنې کميټې او د رياست مقام ته د پلټنې د موندنو او پايلو وړاندې کول؛

د شخصي اړيکو د رامنځته کولو او ډله ايزو غونډو له لارې د داخلي پلټنې له غړو او د افغانستان بانک له نورو کارکوونکو سره د اړيکو ټينګول؛

د هېواد دننه او بهر کې د ښوونيزو پروګرامونو له فرصتونو څخه په ګټې اخيستنې سره د مسلکي زده کړې ترلاسه کول او همدارنګه د مسلکي ادارو غړيتوب ترلاسه کول او د ادارې له ټولو همکارانو سره د معلوماتو شريکول؛

د نورو هغو دندو ترسره کول چې د ټولو ناظر او یا د هغه د مرستيال له لوري سپارل کيږي.

۲ - د کيفيت د ډاډمنتیا برخه

د کيفيت د ډاډمنتیا برخې دندې او مسئوليتونه په لاندې ډول دي:

د داخلي پلټنې اړوند د پاليسيو او کړنلارو عملي کول؛

د پلټنې د نړيوالو معيارونو له پلي کولو څخه د ډاډ تر لاسه کولو لپاره د پلټنې ټيمونو د کړنو ارزونه؛

د ټولو ناظر او یا د هغه مرستيال ته د پلټنې د راپورونو له وړاندې کولو مخکې د یادو راپورونو کره کتنه؛

د داخلي پلټنې د کړنو د ترسره کولو لپاره د بودیجې برابرول او څارنه؛

د ټولو ناظر ادارې د عمومي پلان نوي کول/تعدیلول او ترې مراقبت کول؛

د خطر لرونکو برخو (Risk Areas) پېژندل او د داخلي پلټنې په پلان کې د هغوی له شاملولو څخه ډاډ ترلاسه کول؛

د داخلي پلټنې د کړنو د اغېزناکتیا د لوړولو لپاره د پلټنې له وسيلو (Audit Tools) او معلوماتي ټکنالوژۍ څخه ګټه پورته کول؛

له بهرني پلټونکو (External Auditors) سره همغږي درلودل؛

د ټولو ناظر ادارې د تشکيل، ګمارنو، زده کړو او نورو اړوند موضوعات؛

د ټولو ناظر ادارې د کارکوونکو د مسلکي ظرفيت لوړولو لپاره د ښوونيزو پروګرامونو جوړول او عملي کول؛

د داخلي پلټنې د فعاليت د اندازه کولو د معيارونو (Performance Metrics) عملي کول او د هغو دوامداره څارنه؛

د داخلي پلټنې ټيمونو د سپارښتنو تعقيبول؛

د افغانستان بانک د عالي شوراي او عامل پلاوي د تصویبونو تعقيبول.

۳- د پلټنې (تفتيش) برخه

د څېړنې (تفتیش ) برخه لاندې دندې او مسئوليتونه لري:

د (دوکې يا فريب او غبن) قضيو پلټنه او ورته د لومړنيو دوسيو ترتيبول؛

د افغانستان بانک اړوندو سندونو لکه روزنامچو، د حاضري کتابونو او همدارنګه د کارکوونکو د نه مسئوليت فورمو لاسليک او ټاپه کول؛

د افغانستان بانک کارکوونکو ترمنځ د فزيکي شخړو پلټل او د ورته دوسيو مديريت کول؛ او

د نورو هغو قضيو پلټل چې د ټولو ناظر او د رياست مقام لخوا ورسپارل کيږي.