د اعتبارونو د ثبت او مالي خدمتونو د پراختیا لوی آمریت

 

د افغانستان بانک په تشکيلاتي اډانه کې د اعتبارونو د ثبت او مالي خدمتونو د پراختیا لوی آمریت رامنځته شوی دی. دا  آمریت پر دوو مهمو برخو تمرکز لري:

د اعتبارونو د ثبت برخه ده چې د اشخاصو او شرکتونو اعتباري معلومات (د پور اخیستونکي د پېژندنې، د پور مخینې، تضمینونو په اړه معلومات رانغاړي) راټول، تحلیل او د اعتباری راپورونو له لارې یی اړوندو ادارو ته وړاندې کوي. دا آمریت د د اعتبارونو د ثبت له لارې د اړتیا وړ معلومات له بېلابېلو سرچینو لکه بانکونو او مالي مؤسسو څخه راټولوي او د یو منظم راپور په ډول يي چی د پېرودونکو  درجه بندي په کی شامله وي، اړوندو مراجعو ته وړاندې کوي. د عامه اعتبارونو د ثبت کړنې په بانکي معاملو کې د منقولو او غیر منقولو ملکیتونو د رهن (ګروۍ) د قوانینو په رڼا کې پر مخ وړل کیږي.

د مالي خدمتونو د پراختیا برخه ده چې مسؤلیت یې رسمي مالي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي زیاتوالی دی، او بیا په ځانګړې توګه د ټولنې د ټیټ عاید لرونکي قشر ته د مالي اسانتیاوو برابرول دي . همدارنګه په خصوصي بانکونو کې د پېرودونکو د حقونو ساتل، په هېواد کې د خلکو د مالي پوهې او مالي ظرفیت لوړول، د ټول شموله اقتصادي ودې لپاره د پیاوړي او خوځنده چاپیریال رامنځته کول، د رسمي مالي خدمتونو د کارونې د کلتور دودول او پیاوړي کول، د بې وزلۍ د کچې راټیټول، د عاید د نابرابرۍ کمول او د خلکو د سوکالۍ لپاره هلې ځلې د دې برخې مهمې موخې ګڼل کېږي.

لیدلوری:

د دې آمریت لیدلوری، د نړیوالو نورمونو او عصري بانکوالۍ له اصولو سره سم د مناسبو معیاري اعتباري معلوماتو د چمتو کولو ترڅنګ رسمي مالي خدمتونو ته د ځوان کهول (قانوني عمر لرونکو)، په ځانګړي ډول د ټولنې ټیټ عاید لرونکو، زیان منونکو او بې برخې وګړو لپاره اسانه، خوندي، مناسب، ارزانه، کیفیت لرونکي او دوامداره مالي خدمتونو ته د لاسرسي رامنځته کول دي.

موخې:

د روڼتیا رامنځته کولو، د اعتباری خطر کمولو، مالي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي د زیاتوالي، اقتصادي ودې ته د زمینې برابرولو، رسمي مالي خدمتونو د کارونې کلتور د دودولو او د خلکو هوساینې د کچې لوړولو په موخه مالي مؤسسو ته د اشخاصو او شرکتونو د اعتباري معلوماتو راټولول، تحلیلول او وړاندې کول د دې آمریت موخې دي.

دندې او مسؤلیتونه:

د اعتبارونو د ثبت او مالي خدمتونو د پراختیا لوی آمریت دندې؛ د اعتبارونو د ترلاسه کولو لپاره د جعلي سندونو او غوښتنلیکونو د کارولو مخنیوی،  د پور د ښې مخینې د ترلاسه کولو لپاره د کاروونکو ځواکمنتیا، رسمي مالي خدمتونو ته د خلکو په ځانګړې توګه د ټیټ عاید لرونکو وګړو د لاسرسي زیاتول او د اسانتیاوو رامنځته کول، په خصوصي بانکونو  کې د پېرودونکو د حقونو ساتل، په هېواد کې د مالي سواد او پوهاوي لوړول، د ټول ګډونه اقتصادي ودې لپاره پیاوړی او متحرک چاپیریال رامنځته کول، د رسمي مالي خدمتونو د کارولو کلتور ته وده ورکول، د بانکي فیسونو او لګښتونو راکمول، د بې وزلۍ او د عاید د نابرابري کمول رانغاړي، همدا راز  دا آمریت بانکونو ته د دې وړتیا ورکوي، ترڅو وکولای شي خپل اعتباري خطرونه ښه کنټرول او درېیم شخص ته د ګروۍ (رهن) د شتون اړوند معلومات چمتو کړي او همدارنګه د ګروۍ (رهن) د ثبت د نېټې او وخت پر بنسټ د لومړیتوب حق هم رامنځته کوي.

تشکیلاتي جوړښت:

د اعتبارونو د ثبت او مالي خدمتونو د پراختیا لوی آمریت پخپل تشکیلاتي جوړښت کې یو عمومي آمر چې په سر کې شتون لري او دوه مرستیالان (د اعتبارونو د ثبت مرستیال او د مالي خدمتونو د پراختیا مرستیال) لري چی هر یو یی تر خپل کنټرول لاندې بېلابېلې کاري برخې لري.

د عامه اعتبارونو د ثبت مرستیالیت:

د عامه اعتبارونو د ثبت سیستم: PCR

د بانکوالۍ په سکټور کې د اعتبارونو د ثبت سیستم رامنځته کول یو له پام وړ پرمختګونو څخه دی چې مخکې یي شتون نه درلود او رامینځته کول يي خورا اغیزمن اقدام ګڼل کیږي. مخکی لدی اعتباري معلومات په دودیز ډول د مکتوبونو او استعلامونو له لاری ترسره کیدل چی دا کړنه د وخت دضایع کیدو، بیوروکراسيۍ او د اعتباري خطرونه د زیاتوالي لامل کیدله. د عامه اعتبارونو د ثبت سیستم په بشپړ ډول یو بریښنایی سیستم دي او له نړیوالو معیارونو سره سم عیار شوی دی. د اعتبارونو د ثبت سیستم په هیواد کې مالي سرچینو ته د لاسرسی په لار کي اسانتیاوي رامنځته کوي او هغه پیرودونکي چې د مالي تمویل غوښتنه کوي د دې سیسم له ګټو او اسانتیاوو څخه ګټه اخلي.

د عامه اعتبارونو د ثبت سیستم له مالي بنسټونو سره د پور ورکولو په برخه کې د غوره پریکړو نیولو کې مرسته کوي او مالي او نورو اړوندو ادارو ته، د څو پړاوونو له ترسره کولو او وخت له ضایع کیدو پرته اړین اعتباري معلومات په لاس ورکوي. د اعتبارونو د ثبت سیستم له بانکونو او کوچنیو مالي موسسو څخه د اشخاصو اعتباري معلومات راټولوي او له څیړنې او تجزیې وروسته یې اړوندو مراجعو ته د اعتباری راپورونو په بڼه وړاندې کوي. اعتباري راپورونه اعتباري خطرونه او د پور ورکولو لګښتونه راکموي او په هیواد کې مالي تمویل ته لاسرسی زیاتوي. د عامه اعتبارونو د ثبت سیستم د افغانستان بانک د قانون او د اعتبارونو د راپور ورکولو د مقرری پر بنسټ فعالیت کوي، او اوس ټول سوداګریز بانکونه او یو شمیر کوچنۍ مالي موسسې له دې سیستم څخه ګټه پورته کوي.

پر منقولو مالونو د رهن حق د ثبت سیستم:

د افغانستان بانک په بانکي راکړو ورکړو کې د منقولو مالونو د ګروۍ قانون پر بنسټ پر منقولو مالونو د ګروۍ حق د ثبتولو سیستم رامنځته کړی ترڅو د منقولو  مالونو په اړه د ګروۍ خبرتیا په برېښنایي ډول ثبت کړي. دا برخه د ګروۍ د خبرتیاوو د ثبتولو لپاره د یوه اغیزناکه او روښانه سیستم د چمتو کولو په موخه اړین امکانات برابروي،  چې دوه بنسټیزې موخې لري. لومړی، د درېیم ګړو اشخاصو د معلوماتو لپاره د ګروۍ د خبرتیاوو خپرول او د ګروۍ حقونو د لومړیتوب ټاکل. دویم، د ثبت د نېټې او وخت پر بنسټ د ګروۍ لومړیتوب (د لومړیتوب حق ټاکل) ټاکل،  چی د ثبت د کتابونو لکه د ملکیتونو د ثبت پر خلاف په بانکي راکړو ورکړو کې د منقولو مالونو د ګروۍ معاملو ثبت نه مالکیت رامنځته کوي او نه یې لیږدوي.

د ثبت چارواکي د واک او اصلیت د ټاکلو په برخه کې مسؤل ندي، د ثبت په دفتر کی په ثبت شوو خبرتیاوو کې د وړاندې شوو معلوماتو په اعتبار یا کره والي کی یوازې لاندی معلومات شامل دي:

د پور اخیستونکي هویت

د پور ورکوونکي نوم او د اړیکو اړوند معلومات

د تضمینونو عمومي یا ځانګړې شرحه (مرهونه)

سیستم ته لاسرسی د هرچا لپاره آزادانه او یو شان دی. غوښتونکی کولای شي هر وخت د ثبت دفتر په آنلاین او وړیا ډول ولټوي. لټون د پور اخیستونکي د مالیې پیژندنې شمیرې، د پیژند پاڼی شمیرې یا د پاسپورټ شمیرې او دا په دې پورې تړاو لري چې پور اخیستونکی شرکت یا شخص دی، په کارولو سره ترسره کیدای شي.

. 2 د مالي خدمتونو د پراختیا مرستیالت:

د پیرودونکو د حقونو د ساتنې او شکایتونو ته د رسیدنې څانګه:

 دا څانګه په مالي سکتور کې د پیرودونکو د حقونو د ملاتړ، د مالي محصولاتو او خدمتونو په وړاندې کولو کې د روڼتیا د ټینګښت، د پیرودونکو د معلوماتو د محرمیت ساتلو، پیرودونکو سره مناسب چلند، او شکایتونو ته د رسیدنې او د دوی د مالي شخړو د حل مسئولیت په غاړه لري. دا مدیریت د خصوصي بانکونو له لارې له مالي پیرودونکو څخه د ترلاسه کیدونکو فیسونو د څیړنې او بیاکتنې دنده په غاړه لري، او د اړتیا په صورت کی د مالي خدمتونو د پراختیا په موخه پرې له سره کتنه کوي. همدارنګه، دا مدیریت د مالي خدمتونو د پراختیا لپاره قانوني او مقرراتي خنډونه په ګوته کوي.

د وړو، کوچنیو او منځنیو تشبثاتو او د کرنې سکتور د تمویل مدیریت:

 دا مدیریت د کرنې د تمویل او د وړو، کوچنیو او منځنیو تشبثاتو د سکتور د مالي ستونزو د تشخیص او د اړینو او پر وخت وړاندیزونو د چمتو کولو مسؤلیت په غاړه لري. همدارنګه، دا مدیریت د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو (SME) او د کرنې سکتور د ملاتړ په موخه د لنډ مهاله او اوږد مهاله مالي اسانتیاوو د چمتو کولو او پیاوړي کولو مسولیت په غاړه لري.

د مالي نوښت مدیریت:

 دا مدیریت د عصري بانکوالۍ د ودې لپاره د مناسبو پلانونو د طرح کولو مسؤلیت لري او په ښارونو او کلیو کې مالي سرچینو ته د خلکو د لاسرسي د زیاتوالي په موخه له اړوندو بنسټونو او ادارو سره مرسته او همغږي کوي. همدارنګه، دا مدیریت د استازي او په برېښنایي ډول د لاسرسي ځایونو (ATM-POS) د پراختیا او د نورو برېښنایي مالي خدمتونو له لارې په هیواد کې بانکوالۍ ته پراختیا ورکوي او د غیر نغدي معاملو د پراختیا لپاره اړینې طرحې تنظیموي.