د کارکوونکو د چارو لوی آمریت
سریزه:
د ودې، پراختیا او پرمختګ له فکتورونو څخه یو هم بشري پانګه ده. که چېرې دا پانګه د خدمتونو په تولید او وړاندې کولو کې په اغېزناکه توګه وکارول شي، د ودې، پراختیا او پرمختګ بهیر به لوړیدونکی وي او په لاندې لاسته راوړنو کې مهم رول لوبولای شي.
د بشري پانګې د جذب، هڅونې، د ظرفیتونو د لوړولو او زیاتولو مسئولیت د بشري سرچینو پر غاړه دی او له همدې امله د افغانستان بانک تل هڅه کړې ده ترڅو داسې بشري پانګه په دنده وګماري چې د نوي عصر پر معلوماتو، زده کړو، روزنو، تجربو سمبال او مسلکي وي، تر څو د افغانستان بانک په یو کاري، معیاري او اغېزناکه اداره بدل شي.
د افغانستان بانک د کارکوونکو د چارو لوی آمریت چې د افغانستان بانک له جوړېدو څخه راپدېخوا یې د ذاتیه مدیریت، د کدر او پرسونل لوی مدیریت او د اداري لوی مدیریت تر نومونو لاندې دندې ترسره کړي دي؛ د انساني ځواک د تشکیلاتي جوړښتونو او ګمارنو له جوړېدو او طرحې سربېره د اجرااتو د ارزولو، روزنې، د وړ او مناسبو کارکوونکو د ودې او ارتقاء د مدیریت مسئولیت پر غاړه لري. دا آمریت په همدې ترتیب د کارکوونکو د سوانحو او د کارکوونکو د ذاتي چارو ترڅنګ د کارکوونکو د تقاعد او د تقاعد د حقونو د ورکولو مسئولیت هم پر غاړه لري.
د اجرااتو حقوقي سرچینه:
د افغانستان بانک عالي شورا او عامل پلاوي ته د افغانستان بانک په قانون کې تفویض شوي واکونه، د بانک د عالي شورا او عامل پلاوي تصویبونه چې انفرادي تصویبونه، پالیسۍ، مقررات، اصول، لوایح، لارښودنې، کړنلارې او حکمونه رانغاړي؛ د وزیرانو د شورا اړوندې مصوبې او د اړتیا وړ قوانین او مقررات، د دې آمریت د اجرااتو حقوقي اډانه جوړوي.
موخه:
د مرستندویه، خوندي او د مناسب کاري چاپیریال په پام کې نیولو سره د وړ او مناسبو اشخاصو د جذب، خوندیتوب، هڅونې، ارتقاء او ودې په موخه د کیفیت او کمیت لرونکو خدمتونو وړاندې کول او د افغانستان بانک ستراتیژیکو موخو ته د رسیدو لپاره په متقابلو اجرااتو او چلندونو کې د انساني ارزښتونو تحقق، د دې آمریت مهمې موخې جوړوي.
دندې:
د کارکوونکو د چارو لوی آمریت په ټولیزه توګه د افغانستان بانک د ادارې دننه په مرکز او ولایتونو کې د انساني ځواک د اداره کولو، رهبرۍ او مدیریت مسئولیت پر غاړه لري. لاندې د دې آمریت له دندو او مسئولیتونو څخه په لنډه توګه یادونه کوو:
۱. د کارکوونکو د چارو د پالیسیو، مقرراتو، لوایحو، کړنلارو، لارښودنو او کاري کړنلارو ترتیبول او په هغه باندې بیا غور او عمومي آمریتونو او مدیریتونو ته د یادو ټولو سندونو په اړه خبر ورکول او تکثیرول؛
۲. د اداري سیستمونو پلي کول؛ د تشکیلاتي ریفورم طرح، ترتیب او تنظیمول؛ د کارکوونکو د چارو د پلان جوړول، د دندو څېړل، د بانک د ټولو پُستونو د دندو د لایحې ترتیبول، د وړ او مناسبو اشخاصو جذبول، د نويو مقرر شویو کارکوونکو ګمارل او لارښوونه، د کارکوونکو د سوانحو د کتابونو او ذاتي چارو تنظیمول، د هویت د کارتونو وېشل او د حاضرۍ اخیستل؛
۳. د عملیاتي او اداري، د کارکوونکو د ذاتي مواردو او اړیکو لکه استعفاء، تبدیلي، ارتقاء، تنزیل، منفکي، سرپرستي، مجازات، د دندې پرېښودل، خدمتي، کمکي، لنډ مهاله ترخیص، د کارکوونکو د حقونو، امتیازونو او د تقاعد د چارو ترسره کول؛
۴. د اړتیا وړ روزنو تنظیمول او څېړل، د هېواد دننه او بهر د روزنیزو پروګرامونو، سیمینارونو، ورکشاپونو، غونډو او کنفرانسونو جوړول، د لوړو زده کړو او نیمه زده کړو د پروګرامونو او د عملي دورې د روزنیزو پروګرامونو ترڅنګ د درسي او مطالعاتي موادو برابرول؛
۵. د کارکوونکو د حقونو، امتیازونو او مکافاتو د اړوندو مواردو مدیریت، ترتیبول او تنظیمول، د کلني اجرااتو ارزول، د بیلا بېلو سرویګانو ترسره کول چې د کارکوونکو د رضایت او د وړ او د مهارتونو، وړتیاوو او د مدیریتي ظرفیتونو لرونکو کارکوونکو د پېژندلو او د دوی د رهبرۍ، ودې او پرمختګ سرویګانې رانغاړي؛
۶. د تادیبي، اصلاحي او انضباطي مواردو په ګډون د کارکوونکو د شکایتونو اړوندو مسایلو تعقیبول او طی مراحل؛
۷. د بانک له خدمتونو، مناسب کاري چاپیریال، د کارکوونکو له روغتیا او خوندیتوب څخه ډاډ تر لاسه کول او د بانک کارکوونکو ته د تشویقي، سرګرمي او تفریحي پروګرامونو طرح کول؛
۸. د اړوندو آمریتونو په همغږۍ او همکارۍ د لویو آمریتونو او مدیریتونو د دندو او کاري کړنلارو ترتیبول، پراخه کول او بیا کتل؛
۹. له بانک څخه بهر ادارو ته د کارکوونکو د چارو لوی آمریت د اړوندو مسایلو څېړل، ارزول او د ځوابونو وړاندې کول.
تشکیلات:
د کارکوونکو د چارو لوی آمریت
د پراختیا، پلان او پالیسۍ مرستیالیت
د کارکوونکو د روزنې او ودې مرستیالیت
اداري او عملیاتي مرستیالیت
د حقونو او امتیازونو مدیریت
د پراختیا، پلان او پالیسۍ مدیریت
د کارکوونکو د اړیکو مدیریت
د کورنيو او بهرنیو روزنو مدیریت
د ګمارنې مدیریت
د کارکوونکو د ادارې او معلوماتو مدیریت
د متقاعدینو مدیریت
د دې آمریت د پورته تشکیل په اډانه کې په ټولیزه توګه (۳۵) تنه کارکوونکي او (۵) تنه ګارګران په دنده بوخت دي.