د تادیاتو لوی آمریت

د تادیاتو لوی مدیریت د سالم، خوندي، اغیزناکه، د ملي اعتماد وړ او له نړیوالو معیارونو سره برابر د ورکړې د سیستم د طرح، جوړولو او پراختیا مسئولیت په غاړه لري.

جوړښت:

د تادیاتو لوی مدیریت د ۲۲ تنو کارکوونکو د تشکیلاتي جوړښت لرونکی دی او د دندو له مخې په دوو برخو عملیاتي برخې او د پالیسۍ، څېړنې او پراختیا په برخې وېشل کیږي:

د عملیاتي برخې دندې:

د کورنيو او نړیوالو تادیاتي خدمتونو وړاندې کول، د بانکونو ترمنځ د معاملو تسویه او تصفیه، د کورنیو چکونو تصفیه، د تادیاتو سیستم د غړو بانکونو کارکوونکو ته د اړونده روزنیزو پروګرامونو برابرول، په هېواد کې د ورکړې سیستم د خوندیتوب او اغیزمنتوب د ودې او پیاوړتیا په موخه د ورکړې د سیستم له مجریانو او مرکزي بانکونو په ځانګړې توګه د سارک د تادیاتي ټولنې د غړو هېوادونو او داسې نورو اړونده کورنيو او بهرنيو ادارو سره همکاري؛ د تادیاتو د لوی مدیریت د عملیاتي برخې له دندو څخه دي.

د پالیسۍ، څېړنې او پراختیا برخه:

د پالیسۍ، څیړنې او پراختیا برخه د دې ادارې په تشکیلاتي جوړښت کې نوې زیاته شوې ده چې د افغانستان بانک د موخو د ترلاسه کولو لپاره د تادیاتو د چارو په برخه کې فعالیت کوي. له تادیاتي سیستمونو څخه د څارنې په موخه د کاري کړنلارو او مقرراتو جوړول او ترتیبول، په دوامداره توګه د عملیاتي کاري چاپیریال، پالیسۍ، پروسیجر او د هغه د څارنیز سیستم پراختیا، د تادیاتي سیستم او بیه لرونکو پاڼو د تصفیې په اړه په کورنيو او نړیوالو قوانینو بیا غور یا بررسي کول او له دې غور او بررسۍ څخه د افغانستان د تادیاتو د سیستم د پراختیا لپاره په مثبته توګه کار اخیستل او د معلوماتو د ترلاسه کولو او د تادیاتي د سیستمونو د ښه والي په موخه له څارنیز ټیم سره نېغ په نیغه همکاري؛ د تادیاتو د لوی مدیریت د پالیسۍ، څېړنې او پراختیا د برخې له دندو څخه دي.