مالي خدمتونو ته د عامه لاسرسۍ او پراخیتا آمریت
د پراخه څیړنې د تر لاسه شوې نتایجو له مخې، د مالي خدمتونو پراختیا کولې شي د پراخو اقتصادي پالیسیو د موخو د ترلاسه کولو لکه د اقتصادي ودې، د عاید د نابرابری کمول او په ټولنه کې د فقر په کمولو کې مثبت رول ولوبوې.
د موضوع د اهمیت او د پرمختلوونکو هېوادونو لخوا د اړینو اقداماتو د ترسره کولو په موخه د نړیوال بانک په شان د نړیوالو ادارو د ټینګار په پام کې نیولو سره، د افغانستان بانک د ۱۳۹۵ کال په غبرګولي میاشتې کې د مالي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسۍ د ښه کولو آمریت جوړ کړ.
لیدلوری( Vision)
مالي خدمتونو ته لکه بانکې حساب، سپما حساب، د تقاعد حساب بیمه، پور اخیستل ته لاس رسۍ او لازمه تادیاتي وسایلو ته د عامه لپاره آسانه، خوندي، مناسب، اقتصادی، با کیفیت او ځوان نسل( قانونی عمرنه پورته) په ځانګړې ټوګه ټیټ عاید لرونکې خلک او د ټولنې محروم او زیان منونکې طبقه ته دوامداره او آسانه لاس رسۍ برابرول.
موخې (Objectives)
مالي خدمتونو ته د عامه لاس رسۍ د خپل کاري استقامت په لور، لاندې موخې تعقیبوي.
· مالي خدمتونو ته د عامه لاس رسۍ زیاتوالې په ځانګړې ټوګه فقیر او کم عاید لرونکې طبقې ته
· د مالي خدمتونو مصرفوونکو حقوق تامینول
· په هېواد کې د فقر او د نابرابر عایدو کمول
· د اقتصادی ودې سره د مرستې لپاره پیاوړې او خوځنده زمینه برابرول
· د مالي سکتور د مصرفوونکې لپاره د مالي پوهې او وړتیاوې زیاتول
· د تصویب شوې مالې فرهنګ تقویه اودودول
دندې او مسؤلیتونه (Tasks and Responsibilities)
مالي خدمتونو ته د عامه لاس رسۍ او پراخیتا آمریت دندې او مسؤلیتونه په لاندې ډول دې.
· مالي خدمتونو ته اړوند ملې اطلاعاتې بانک ( دیټابیس) جوړول
· په هېواد کې مالي خدمتونو ته د عامه لاس رسۍ په لور د ننګونې او خنډونې د پیژندلې لپاره تشخیصی مطالعات تر سره کول
· مالي خدمتونو د پراختیا د تګلارې جوړول
· د مالي خدمتونو د پراختیا د تګلارې د تطبیق کولو لپاره اغیزمن څارونکې او ارزونې سیستم جوړول
· د مالي خدمتونو د مصرفوونکو د حقوقو د ملاتړ لپاره اړوند قوانین او مقررې جوړول
· مالي خدمتونو د عامه پوهاوې په اړه روزنیز ورکشاپونه او پروګرامونو جوړول
· په هېواد کې مالي خدمتونو ته د عامه لاس رسۍ د زیاتوالې لپاره وړاندیزونه وړاندې کول
تشکیلاتی جوړښت (Organization Structure)
مالي خدمتونو ته عامه لاس رسۍ آمریت اوسنې تشکیلاتی جوړښت له 7 بستونو څخه جوړ دی. په هغه کې لوی آمر په راس کې قرار لري یو مرستیال او پنځه برخې لري چې په لاندې ډول معرفي کېږي.
1- د مالي خدمتونو مسؤلانه وړاندې کول او د مالي خدمتونو د مصرفوونکې د ساتنې برخه (Finance Responsible & Consumer protection) :
دغه برخه د رسمې مالي خدمتونو د مصرفوونکو د حقوقو د ساتنې او د لارې څارنه ، د کیفیت، رڼتیا، د مالي محصولاتو د معلوماتو او شرایطو د شریک کول او مالي خدمتونو مصرفوونکو ته د هغه د وړاندې کولو د څرنګوالې په برخه کې فعالیت کوې.
2- د مالي خدمتونو د پراختیا پالیسی او مقرراتو برخه (Financial Inclusion Policy and Regulation) :
په هېواد کې داړوند مالي خدمتونو د پراختیا د موجوده قانوني ادانې کتنه او بررسی او هغې د نړیوال معیاری تکلارې سره پرتله کول، د مقرراتې خنډونه او سینی پیژندنه، د یو خوځنده او جوړونکې حقوقی بنسټ لپاره په هغه کې لازمه تعدیلات راوړل او د مالي خدمتونو د پراختیا ملاټرکونکې کړنلارې تر لاس لاندې نیول د دغې برخې دندې ده.
3- د معلوماتو اندازه کول او څیړنه ( Data Measurement)
د مالي خدمتونو پراختیا د شاخصونو او د اړوند معلوماتود نړیوال تګلارې کتنه، مالي خدمتونو پراختیا ته اړوند ملې اطلاعاتې بانک ( دیټابیس) جوړول ، د په هيواد کې د مالې خدمتونو د پراختیا پر مخ د خنډونو او ستونزو د پیژندلې لپاره تشخیصي مطالعې تر سره کول او د مالي معلوماتو مدیریت او استفاده ( هم در عرضې په لور معلومات او هم د تقاضا په لور معلومات) د دغې برخې اساسې دندې دی.
4- د مالي سکتور د بیخبنسټونو برخه (Financial Sector Infrastructure)
د مالي سکتور د بیخبنسټونو برخه له یوې خوا د خنډونو د پېژندلو او د اعتباري معلوماتو سیستم او د اداینې سیستم په شان د مالي سکتور د بیخبنسټونو پراختیا او پیاوړتیا مسوولیت پرغاړه لري، او له بلې خوا د مالي خدمتونو ته لاسرسي ساحو په شان د مالي سکتور د فزیکي بیخ بنسټونو ته د پاملرنې دنده لري.
5. د اړیکو او عامه پوهاوۍ برخه (Public Awareness and Communication)
د دې برخې مسوولیتونه د عامه پوهاوی، د اړیکو د ټینګولو د لارو چارو تنظیمول او د شته او معموله ابزارونو په مرسته د مالي معلوماتونو لېږدول.